د نيويارک په ښار کې چارواکو خبرداری ورکړ، چې د آيرين په نوم د توپان له امله دې د ښار هغه شاوخوا درې لکه اويا زره کسان خپل کورونه پريږدي، چې د سمندر غاړې ته ژوند کوي.
همداراز د نيويارک چارواکو امر کړی دی، چې په دغه ښار کې دې ترانسپورټي سيسټم وتړل شي. کله په نيويارک کې داسې نه و شوي، چې ترانسپورټي سيسټم دې په کې يو مخ بند شي او په لسګونو زره خلک دې د کورنو پريښودو ته مجبوره شي.
په نيويارک کې به د مځکې لاندې د اورګاډيو، ټولې څلور سوه اته شپيته تمځي تړلي وي، په زرګونو سرويسونه به ولاړ وي او د مځکې پر سر اورګاډي به هم نه خوځي.
د نيويارک ښاروال مايکل بلومبرګ پرون خبريالانو ته وويل، پرته له دې چې خلک نورو سيمو ته وليږدي بله چاره نه شته:
″که چيرته نه پوهيدای چې دا توپان ډير سخت دی، دغه سيمې به مو له خلکو نه تشولې، ښه دا ده، چې توپان د ختيځ په لور روان شي له موږ وګرځي او زيان وانه ړوي.
خو باور مې نه راځي چې طبيعت به دومره مهربانه شي. بايد ډير بد حالت ته تياري ونيسو او د ډير ښه حالت هيله ولرو.″
د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د دې خبرو په خلي کړي او له خلکو يې غوښتې دي، چې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي، اوباما پرون وويل:
″زه تر دې زيات ټينګار نه شم کولی، که چيرته تاسو د دې توپان په مخکې ياست، نو سر له اوسه احتياطي تدابير ونيسئ. انتظار مه کوئ، ځنډ مه کوئ. موږ ټول د ښو تمه لرو، خو موږ بايد د بدو حالاتو لپاره هم چمتو و اوسو.″
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې بارک اوباما د نيويارک د يوه جګپوړي چارواکي دا غوښتنه منلې ده، چې په ښار کې بيړنی حالت اعلان کړي.
دا سمندري توپان له اطلس اقيانوسه د نيويارک د ښار په لور روان دی.
د هوا پيژندنې يوې ادارې وړاندوينه کړې ده، چې له دې توپان سره به تيز باران ملګری وي او سبا به په نيويارک کې هوا ډيره خرابه وي.
د آيرين په نوم توپان د نيويارک استوګن پريشانه کړې دي. نيويارک ټايمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي، چې ګڼو خلکو بازارونو ته مخه کړې ده، چې خواړه واخلي او شمې وپلوري.
يو شمېر دوکاندارانو د نيويارک په ځينو سيمو کې رسنيو ته وويل، چې په دوکانو کې يې خواړه ختم شول ټول خلکو واخيستل.
هغه کسان چې نيويارک ته د اوړي د رخصتيو په مخه تللي دي، د تيلو ټانکونو ته کتار ولاړ دي، چې موټر له تيلو ډک کړي.
د سمندر لور ته بولدوزرونه د اوبو خوړونه سموي.
په نيوجرسي کې بيا يو شمير خلک د خپلو کورونو کړکيو ته د يو ډول ځانګړيو لرګيو پوښ ورکوي، ماڼوګان بيا خپلې کشتۍ له سمندرغاړو خوندي ځايونو ته ليږدوي.
د نيويارک ټايمز په وينا نن به له غرمې وروسته د نيويارک درې سره هوايي ډګرونه وتړل شي.
د نيويارک ښاروال ښاريانو ته ويلې دي، که چيرته څوک د کور پريښودو امر پر ځای نه کړي سزا به ورنه کړل شي، خو په دې دې پوه شي، چې له دې توپان سره مرګ مل دی.