په کابل کې له شا او خوا ۸ زرو کسانو څخه نن د شپې پوهنتون لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عثمان بابري خبریالانو ته وویل، چې له دغو ۸ زرو څخه به پوهنتونونو ته ۱۹۰۰ تنه یې جذب شي.
“نن په مرکز کې د شپې پوهنځیو کانکور اخیستل کیږي، ټاکل شوې، چې په دې کې شااو خوا ۸ زره تنه برخه واخلي. تمه ده، له دې ۷۹۰۰ څخه ۱۹۰۰ تنه پوهنځیو ته جذب شي.”
ښاغلي بابري وویل، چې په د کانکور په دې آزموینه کې ۱۰۰۰ تنو نجونو هم برخه واخیسته.
دامهال له دولسمو ټولګیو څخه لسګونه زره فارغ شوي ځوانان چې نه دي، توانیدلي پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي، بیکاره ګرځي او حیران پاتې دي چې څه وکړي.