د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۹

د ارګ پر ماڼۍ لګیدلي توغندي مرګ ژوبله نه ده اړولې

راپورونه وايي، نن سهار یو غوندی د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ ته نږدې ولګیده، چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لري.

د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې دغه توغندی له یوه نامعلوم ځای نه ویشتل شوی، چې د دویمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې لګیدلی دی.

پخوا تر دې اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو د څیړنو مشر محمد ظاهر په حواله راپور ورکړی و، چې توغندی د ارګ په ماڼۍ کې لګیدلی دی، خو وروسته ښاغلي ظاهر هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه راپور رد کړ.

اسوشیېټډ پرېس اژانس د عزت الله په نامه یوه افغان پولیس له قوله هم ویلي، چې توغندی د جمهوري ریاست د ماڼۍ په محوطې کې لګیدلی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG