نن د کاپیسا ولایت پر مسایلو خبرې کوو.
محمود راقي د کاپیسا ولایت مرکز دی، نجراب، تګاب،کوه بند، اله سای او کوهستان یې ولسوالۍ دي، البته د کوهستان په نوم دوې ولسوالۍ لري چې یوې ته حصه اول او بلې ته حصه دوم وايي.
کاپیسا په ولسي جرګه کې څلور غړي لري.
د دې ولایت نفوس تر درې نیم لکو زیات اټکل کېږي.دا ولایت له لغمان، پروان، کابل او پنجشېر سره پوله لري.
د کاپیسا مساحت یوزرو اته سوه دوه څلوېښت کیلومتره مربع دی.
کاپیسا ډېر زوړ او لرغونی تاریخ لري.
نن به په دغه ولایت کې د شویو کارونو، پرمختګونو او ستونزو په اړه د کاپیسا والي ښاغلی محراب الدین صافی د کاپیسا د خلکو پر پوښتنو ، نظرونو او وړاندیزونو خبرې وکړي.