یو شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي، چې له القاعده سره د ایران مرسته کومه نوی خبره نه ده. په دې مسالې باندې لا د جورج بوش د جمهوري ریاست په دوره کې شک و، خو اوس داسې ښکاري، چې دا شکونه په یقین بدل شوي.
د امریکا حکومت د پینجشنبي په ورځ پر ایران تور ولګاوه، چې د القاعده شبکې له هغې څانګې سره یې پټ توافق کړی، چې په افغانستان او پاکستان کې د بریدونو لپاره مالي او بشري سرچینې برابروي.
د امریکا د خزانې په وزارت کې یوه جګپوړي مقام، ایران په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو ستر ملاتړکوونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دوی څېړنو د تروریزم د ملاتړ له یوه بل اړخ څخه پرده پورته کړه.
د امریکا خزانې وزارت له دې مخکې په ایران کې د القاعده شبکې د څانګې شپږ غړي د تروریستانو په توګه پېژندلي او بندیزونه یې هم ورباندي لګولي وو.
د لګول شویو بندیزونو له مخې ټول هغه حسابونه کنګل کېږي، چې ښايي دوی یې په امریکا کې ولري او امریکایانو ته هم له دوی سره د کاروبار او معاملې اجازه نه ورکول کېږي.
هوشنګ حسین یاري، چې د کاناډا د سیاسي علومو د سلطنتي پوهنتون استاد دی، په دې اړه چې ولې د ولسمشر اوباما د واکمني په موده کې د ایران او القاعده د پټو اړیکو په اړه خبري کیږي او اوس یې ولې تازه بڼه غوره کړه وايي.
″هغه څه چې نن مطرح کیږي، احتمالا له دې پلوه نوې بڼه غوره کوي، چې یو شمېر نومونه اعلان شوی. یعنې دا چې امریکا ظاهراً دا کسان پیژندلي او دا مساله چې ایران له عربي هیوادنو څخه د القاعده شبکې لپاره د مالي مرستو د رسولو د یوه لارې په توګه بلل کیږي، ظاهراً امریکا اوس داسې معلومات تر لاسه کړي.
د ولسمشر بوش په وخت کې شک او ګمان و، خو اوس داسې ښکاري، چې امریکایان په دې اړه یقین ته رسیدلي.
افغان سیاسي کارپوه پوهاند ودیر صافی بیا په دې اند دی، چې ایران د امریکا پر ضد له القاعده څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ځکه متحد ایالات په ځانګړې توګه د ایران د اټمي پروګرام په برخه د یورانیمو د غني کولو مخالفت کوي.
بله خوا ایران په دې توګه غواړي، په افغانستان کې د متحد ایالاتو د دايمي اډو د جوړولو په مخ کی خنډونه جوړ کړي.
د امریکا حکومت په داسې حال کې پر ایران دا تور لګوي، چې د دې هېواد یوه جګپوړي پوځي مقام دوه ورځې مخکې ویلي وو، چې القاعده شبکه زوال ته نژدې شوې خو ده خبرداری ورکړ، چې د جنګیالیو بل نسل یې ښايي تر لسو راتلونکو کلونو پورې د جګړې لپاره ځانګړو عملیاتو ته دوام ورکړي.
په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له پوځي حملې وروسته، چې د القاعده شبکې ځینې غړي ایران ته وتښتېدل داسې ګومان کېده چې ایران یو زړه نازړه کوربه دی او د دوی پر فعالیتونو یې سخت بندیز لګولی.
خو اسوشیېټډپرېس آژانس لیکي چې ایران له لویدیځ سره د مرستو او همکارۍ له یوه پړاو وروسته اوس مهال د دې کسانو لپاره یو ډاډمن امن ځای برابر کړی دي.