د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۴

په منځني ختیځ کې پاڅونونو پر ایران څومره اغیز کړی؟


په تېرو څو میاشتو کې د منځنی ختیځ په یو شمېر هیوادونو کې د خلکو د عمومي پاڅونونو له وجې په اصطلاح نامشروع حکومتونه ړنګ شول او د خلکو له خوا د سېمې نوی تاریخ لیکل کیږي.

په ځینو عربي هیوادونو کې روان پاڅونونه یو شمېر عوامل لري، چې مهم او څرګند یې په ادارې فساد کې ښکیل او په بهرنیو باندې تکیه حاکم نظامونه، بې روزګاري، بې وزلې او نه پرمختګ دی. د فلسطینیانو د مسالې نه حل هم د پاڅونونو لپاره یوه انګیزه بلل کیږي.

د عربي هیوادونو د خلکو په دې پاڅونونو چې “د عربو پسرلی” هم یادیږي، د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یو شمېر حکومتونه سترګې پټوي، د خپلواکو او د خلکو د استازو حکومتونو په جوړیدو چې د بهرنیانو اغیز ورباندې لږ وي، خوښ نه دي.

دځینو لویدیځو هیوادونو د ناسمو راپورونو پرخلاف، د ایران اسلامي جمهوریت د مصر د پاڅون هرکلی کړی دی. د مصر پاڅون خلکو ته په ۱۹۷۹ کال کې د ایران انقلاب ور په زړه کړ، چې په میلونونو کسان لارو او کوڅو ته وتلې وو او د شاه پر ضد یي شعارونه ورکول.

په میلونونو مصریانو هم د حسني مبارک د رژیم پر ضد په لارو او کوڅو کې لاریونونه او مظاهرې وکړې، چې په نتیجه کې یې حسن مبارک له واکه لیري شو.

ایران له مصر سره د کلونو کلونو تاوتریخوالي وروسته د پخلاینې او دوستۍ لار غوره کړې ده.

تهران او قاهرې دواړو د ناپیېلو هیوادونو په غورځنګ کې مهم کارونه کړي دي.

په نورو مسالو او ستونزو سربېره، ایران د افغانستان اوعراق په ګډون د ګاونډیو هیوادونو د بې ثباتۍ له وجې اندیښمن دی. تهران د ګاونډیو په وړاندي د ښه ګاوډیتوب پالیسۍ پر مخ وړي او تر ډېره حده یې پام اقتصادي مرستو او د هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ او پانګوونو ته اړولی دی.

د تروریزم او نشه یي موادو د قاچاق پر ضد مبارزه د ایران د حکومت په اولویتونو کې ده او له همدي امله وه، چې تېره میاشت په تهران کې د تروریزم په اړه یو نړیوال کنفرانس هم جوړ شوی و. دا ټول کارونه د دې ښکارندوی دی، چې ایران سېمه اېزې همکاري ته سخت لیوال دی.

ایران د اقتصادي همکارۍ د سازمان موسس غړی دی. په دې سازمان کې د افغانستان او مرکزي اسیا د پنځو هیوادونو په ګډون ۹ هیوادونه غړیتوب لري.

ایران چې د تیلو تولیدونکو او صادرونکو هیوادونو یا اوپيک سازمان غړی هم دی، د کسپین د حوزې او پارس د خلیج تر منځ د تیلو او طبیعي غاز د صادراتو د ثبات ډاډ هم ورکوي.

ایران، ترکیه او مصر منځني ختیځ ته د یوې سوکالې راتلونکي په راوستو کې زیات څه کولای شي.
XS
SM
MD
LG