تهران څو ورځې وروسته له دې چې خپل یوزیات شمیر ځواکونه یې د عراق کردستان ته واستول په سیمه کې یې د کردی مخالفو ډلو ضد جګړه کې د لویو بریالیتوبونو ادعا وکړه.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو یوه سیمه ایزقوماندان ډګروال دلاور رنجبرزاده، د ایران دولتي خبري آژانس ارنا ته وویل، چې ځواکونو یې د کردانو د پژاک ګوند جنګیالیو ته درنه او تاریخي ماته ورکړې.
ډګروال رنجبرزاده پرته له دې چې کومه شمېره وړاندې کړي وویل، چې په دې سخته جګړه کې ګڼ شمیر کرد جنګیالي ووژل شول.
د ایران د دولتي خبري رسنیو رپوټونه وایي، چې د سپاه پاسدارانو یواځې درې عسکر په دغه جنګ کې ژوبل شوي دي.
تهران وایي، په عراق کې دننه ځکه عملیات کوي، چې په ایراني اهدافو باندې د پژاک د جنګیالو د بریدونو مخه ونیسي.
خو پژاک ګوند ادعا کوي، چې د پاسدارانو ۵۳ عسکر یې وژلي دي او ۴۳ نور یې ټپيان کړي او جګړه د دغه رپوټ تر تیارولو د دوی په وینا روانه وه.
ایران ۵زره عسکر په پوله ځای پر ځای کړي:
د ایران پریس ټي وي دوه اونۍ مخکې رپوټ ورکړ، چې ۵۰۰۰ عسکر د هیواد د شمال لویدیځو سرحداتو په اوږدو کې ځای پرځای شوي دي.
خو وروسته د ایران د پاسدارانو ځواکونو اعلان وکړ، چې د عراق له پولو وراوښتي او د پژاک د ګوند درې اډې یې نیولي دي.
پژاک یووسله وال ګوند دی، چې غواړي په تهران کې د ملایانو رژیم نسکور او یو داسې فډرالی نظام رامنځ ته کړي، چې قومي اقلیتونه په کې زیاته خودمختاري ولري. امریکا دغه ګوند یوه تروریستي ډله ګڼي.
ایراني ځواکونه په یوه حساس وخت کې عراق ته داخل شوي دي. واشنګټن څو ورځې مخکې له بغداده وغوښتل، چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدو موده تمدید کړي.
د واشنګټن او بغداد ترمنځ شوې امنیتي توافق وایي، چې ټول امریکایي محارب ځواکونه باید د روان کال ترپایه له عراقه ووځي.
تهران په عراق کې د کردانو د سیمه ایز حکومت په مشر مسعود بارزانی تورلګوي او وایي، چې دی په پټه د کردي جنګیالو مرسته او ملاتړ کوي خو کردان دغه تورونه په کلکه ردوي.
هاشم کریمي په لندن کې د کردي چارو کارپوه وایي:
پولې ته نږدې د کردانو د پي. کې. کې ګوند اډې:
″پژاک د عراق د کردستان کومه سیمه په خپل واک کې نه لري او مسعود بارزاني هم له دوی سره هیڅ ډول سیاسي اړیکې نه لري.
خو د کردانو یو بل ګوند، پي، کې، کې، سره له دې چې عملیات یې د ترکیې خلاف دي خو د ایران پولو ته نژدې اډې لري.″
بې طرفه څارونکي وایي، په وروستیو میاشتو کې د پژاک ګوند د فعالیتونو ډیر کم رپوټونه خپاره شوي نو ایران څه مقصد لري، چې د دوی خلاف په دومره لوی برید لاس پورې کوي.
کارپوهان وایي، د عراق د کردستان سیاسي انکشافاتو تهران اندیښمن او بې حوصلې کړی دی. عراقي کردانو یولړ پراخ فرهنګي او ژبني حقوق ترلاسه کړي او ګڼ شمېر ولسواکه ادارې یې جوړې کړي، چې کېدای شي، د ایراني کردانو لپاره یوه په زړه پورې نمونه شي.
د عراقي کردانو حکومت د اقتصادي پرمختګ داسې ګامونه اخیستي، چې د ایران په کردستان کې یې لادرک هم نه لګیږي.
تهران دې ته هم اندیښمن دی، چې د ایراني کردانو ګوندونه د عراق په کردستان کې اوسي او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.
په عراق کې د ایراني ځواکونو د روانو عملیاتو مقصد کېدای شي، د ایراني کردانو د ګوندونو د فعالیت مخنیوی وي، چې د ایران د کردستان ډیموکراتیک ګوند او د کوملی په نامه یوبل ګوند هم په کې شامل دي.
هاشم کریمي وایي:
″ایران په عراقي کردستان کې د دغو ګوندونو د پوځي فعالیتونو په پلمه په عملیاتو لاس پورې کړی دی. خو واقعیت دا دی چې د ایران د کردستان ډیموکراټیک ګوند او کومله له وسله والو فعالیتونو لاس اخیستی او یواځې سیاسي او تبلیغاتي مبارزه کوي.″
کېدای شي تهران په عراق کې د خپل واک او نفوذ د زیاتولو په مقصد هم په عملیاتو لاس پورې کړی وي.
تهران غواړي، د دغو عملیاتو له لارې په عراقي کردانو باندې چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو د پاته کېدوغوښتونکي دي، فشار راوړي.
عراقي کردان دا ویره لري، که چېرې امریکایي ځواکونه له عراقه بهر شي نو تهران او د القاعده شبکې په څیر تروریستي ډلې به د دوی په سیمه کې خپلو لاس وهنو او فعالیتونو ته لازور ورکړي.
راپور: سلطان محمد سرور

پژاک د عراق د کردستان کومه سیمه په خپل واک کې نه لري او مسعود بارزاني هم له دوی سره هیڅ ډول سیاسي اړیکې نه لري.
کریمي

واقعیت دا دی چې د ایران د کردستان ډیموکراټیک ګوند او کومله له وسله والو فعالیتونو لاس اخیستی او یواځې سیاسي او تبلیغاتي مبارزه کوي.