د ایران توغندي په افغانستان او عراق کې امریکایي اډې ویشتلي شي. دغه ټکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک عمومي قوماندان جنرال امیر علي حاجي زاده بیان کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې د ایران د خاورې په ۱۲۰ نه تر۷۰۰ کیلومترۍ واټن کې پرتې دي.
جنرال علي زاده وویل، د ایران ساخت لیرې ویشتونکي توغندي په دوه زره کیلومټرۍ کې هدف ویشتلی شي او په دې توګه کولای شي، چې د صهیونستي رژیم د خاورې هرځای اهداف په نخښه کړي.
جنرال علي زاده وویل، د ایران هدف د دوزرو کیلو مترو واټن ویشتونکوتو غندیوو او له هغه لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته اړتیا نه لري. خو هغه زیاته کړه د اړتیا په صورت کې ایران کولای شي دغه ډول توغندي هم تولید کړي.
ایران پرون د شهاب درې توغندي د یوه نوي ډول په شمول، څلور توغندي وازمول.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان وایي، ایران په دوره یي شکل پوځي تمرینات ترسره کوي او دغه اقدام په هیڅ ډول نورو هیوادونو او همداراز اروپا ته ګواښ نه دی.
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست د تیرې پنجشنبه په ورځ وویل، چې د ایران د پوځي تمرنیاتو څخه هدف په سیمه کې د سولې او امن ټینګښت دی.
د هغه په وینا ځواکمن ایران کولای شي، چې د هرډول پوځي په تیره بیا د اسرایل ګواښ ته ځواب ووایي.
د اسرایل د بهرنیو چارود وزارت ویاند د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک هرډول څرګندونې رد کړي او وایي، د ایران دغه باټې یوځل بیا د د دې هیواد د مذهبي رژیم ماجراجویي سیاست په ډاګه کوي.
هغه ویلي، چې دی د ایراني چارواکو په دغو څرګندونو شک کوي خو زیاته یې کړه، چې دا واضح ده، چې ایران سیمې ته لومړۍ درجه ګواښ متوجه کړی دی.
د لویدیځ د استخباراتي اطلاعاتو په اساس ایران هڅه کوي شپږ زره کیلومتره واټن ویشتونکي توغندي تولید کړي خو تهران دغه راپورونه رد کړي دي.
ایران دغه رازد افغانستان او امریکا د ستراتیژیکي همکاری څخه هم اندیښمن دی.
د ایران د دفاع وزیر احمد وحیدي په وروستیو کې کابل ته په سفر کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدې مودې شراکت د رامنځ ته کیدو لپاره پر روانوهڅو د خپل هیواد اندیښنه څرګنده کړه.
د ایران د فاع وزیر دغه راز وویل، چې هېواد یې په جدی ډول له دغسې یوه شراکت سره مخالف دی.
امریکایي چارواکوپه کراتو کراتو د امساله چې ګوندې له افغانستان سره د امریکا پرستراتیژیکي همکاریو کې په دې هیواد کې د امریکا دایمي پوځي اډې هم شاملې دي، رد کړې ده.
افغان ولسمشر کرزي په وروستیو کې ویلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکي شراکت د رامنځ ته کیدو لپاره د دواړو هیوادونو د حکومتونو وروستي اقدام د افغانستان ټول ګاونډیان اندیښمن کړي خو د هغه په وینا دوی به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پرضد استفاده وشي.