د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۲

وهاب سوله مل - کندهار

د کندهار پوهنتون په هره پوهنځۍ کې د دې ولايت او ګاونډيو ولايتونو د محصلينو شمېر ډېر لږ دی. دا په دې خاطر چې په دغه زون کې عام خلک د پوهي د دښمنانو تر اثر لاندې راغلي دي.

اکثر ښوونځي بند دي. دا خبره ټولو هيوادوالو ته تر لمر سپينه ده، چې وسله وال له کومه ځايه خپل عمليات تنظيموي؟ دغه د اسلام او افغانانو دښمنان په هغو ګاونډيو هېوادنو کې روزل کيږي، چې هلته پوه، ترقي او علم ورځ تر بلې غوړيږي. هلته هيڅوک مکتبيانو ته نه وايي، چي تاسې کافران ياست.

هلته هم ملايان شته، خو هغوی پوه ملايان دي، د اسلام په دين ښه پوهيږي، هغوی ښوونکي، اوزده کوونکي نه وژني او د ګلاليو نجونو پر مخ تيزاب نه شیندي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG