د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

نن په ترکیه کې د غریبو هېوادونو کنفرانس پیلیږي


ترکیه هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر د نړۍ له غریبو هېوادونو سره مرسته کوي.
ترکیه هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر د نړۍ له غریبو هېوادونو سره مرسته کوي.

ټاکل شوې چې نن (دوشنبې) ته په ترکیه کې د نړۍ د فقیرو هیوادونو کنفرانس پيل شي چې جمهور ریس حامد کرزی هم د ګډون لپاره ورغلی دی.

د دې کنفرانس هدف په نړۍ کې له فقر سره د مبارزې د لارو چارو موندل دی. ټاکل شوې چې د نړۍ د غریبو هیوادونو او د نړیوالو سازمانونو لږترلږه لس زره استازي د ترکیې د استانبول په ښار کې په دې نننۍ کنفرانس کې سره را غوڼډ شي.

دوی به همدا راز د ښځو او نارینه وو د برابرو حقونو په اړه بحث وکړي او ترکیه به د دې کنفرانس په کوربه توب د اروپا او اسیا د وچو په سره تړلو کې د خپل رول پر اهمیت ټينګار وکړي.

جمهور رییس د مطبوعاتو د دفتر په حواله ښاغلي کرزي د یک شنبې په ورځ په ترکیه کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې د ټینګښت لپاره په روانو هلوځلو خبرې وکړې.

د ترکيې حکومت هرکال یو ملیارد ډالر د بالکان په حوزه کې له غریبو هیوادونو او همدا راز د اسیا په جنوب، مرکزي اسیا او له یو شمیر افریقايي هیوادونو سره مرسته کوي.

د ترکیې کلنۍ مرستې د نړۍ ۴۸ هیوادونو ته رسیږي چې په هغه کې ۳۳ په افریقا او نور پاتې په اسیا کې دي.

د جمهور ریس حامد کرزي له مطبوعاتي دفترڅخه خپره شوې اعلامیه وايي، چې ولسمشر د کنفرانس تر پیل مخکې له جمهور ریس حامد کرزي سره په لیدنه کې په منځني ختیځ او د افریقې د شمال په یو شمیر هیوادونو کې د امنیتي وضعیت په څرنګوالي خبرې کړي دي.
XS
SM
MD
LG