د ایران د ولسمشر او ستر مذهبي مشر ترمنځ د استخباراتو د وزیر پرسر چې احمدي نژاد استعفی ته اړ اېست خو علي خامنه یي بېرته په دنده وګوماره، اختلاف په زیاتېدو دی.
په همدې حال کې د ایران د ولسمشر ځینې نژدې همکاران تورن شوي دي، چې د احمدي نژاد د پالیسیو د عملي کولو لپاره له کوډو او غیرعادي قدرتونو څخه کار اخلي.
په وروستیو څو ورځو کې ګڼ شمېر چارواکي، چې احمدي نژاد او د ده د دفتر رییس ته نژدې وو، د کوډو او پېریانو د حاضرولو په تور نیول شوي دي.
د اینده په نوم د ایران یوه خبري ویب سایټ په نیول شویو کسانو کې یوتن د عباس غفاري په نوم د داسې یوه سړي په توګه تعریف کړی چې د متافزیک او له ناپېژندلې نړۍ سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې ځانګړې تجربه لري.
ولسمشر احمدي نژاد د مذهبي مشر له خوا د استخباراتو د وزیر د بیا ګومارلو د پرېکړې په وړاندې له یوولس ورځني اعتراض وروسته د یکشنبې په ورځ بېرته جمهوري ریاست ته ستون شو.
د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه لیکي، د مذهبي مشر له اوامرو څخه د احمدي نژاد سرغړونو د ایران په بنسټ پالو کړیو کې یولړ سخت انتقادونه پارولي دي.
دوی احمدي نژاد ته ګواښ کوي، چې له داسې برخلیک سره به مخامخ شي، چې له اسلامي انقلاب وروسته د ایران لومړنی صدراعظم ابوالحسن بني صدر ورسره مخامخ شوی و.
بني صدر د ملایانو د ځواک د کمزوري کولو لپاره د هڅو په خاطر لومړی استیضاح او وروسته له ایرانه تبعید شو.
خامنه يي ته نژدې بنسټ پال ملا ایت الله مصباح یزدي د ایران له مذهبي مشر څخه بې اطاعتي له الله تعالی څخه له بې اطاعتۍ سره انډول بولي.
بنسټ پال ملایان چې وايي، د مهدي اخرالزمان د بیا ظهور اټکل نشي کېدای په دې برخه کې د احمدي نژاد پر عقایدو سخت انتقاد کوي.
ګارډین ورځپاڼه لیکي، له مهدي اخرالزمان سره د احمدي نژاد مینه ټولو ته څرګنده ده. ده په ۲۰۰۹ کال کې په خپلو ویناوو کې ویلي وو، له ده سره موثق شواهد شته چې د امریکا متحدایالات د امام مهدي د بیاظهور د مخنیوي هڅه کوي.
ویل کېږي، چې د ولسمشرۍ دفتر ته د احمدي نژاد له ستنېدو وروسته تراوسه پورې ده ته نژدې لږترلږه ۲۵ چارواکي او د ده د دفتر مشر اسفندیار مشايي نیول شوي دي.
په دوی کې د ایران د فرهنګ د دولتي کمیټې مشر عباس امیري فر او د مشايي له خوا د یوې نوې جوړې شوې ورځپاڼې څو خبریالان هم شامل دي.
تېره اونۍ په سپاه پاسدران ځواک کې د خامنه يي مرستیال استازي مجتبی زولنور وویل، چې د ایران ولسمشر په حقیقت کې مشايي دی او احمدي نژاد په یوه زاړه پړي په ده پورې ځان تړلی دی.