ایرني سیاسي فعالان وايي، په وروستیو اوونیو کې ډېر محصلین نیول شوي او د دوی فعالیتونه هم محدود شوي دي.
دوی وايي، چې د فبروې له څوارلسمې راهیسي چې مظاهره کونکي واټونو ته راوتلي وو څه باندی شپږنیم سوه تنه محصلین نیول شوي.
د راپورنو له مخې له دې ډلې دوه محصلین د امنیتي ځواکونو په لاس وژل شوي، ډېر نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او یو شمیر یې بېرته خوشې شوي دي.
د فبرورۍ په څوارلسمه مظاهرې له یوه کال راهیسې د ایران د مخالفینو لومړی مظاهره وه، چې تر هغې وورسته د تیري یکشنبي په ورځ بیا خلکو په تهران او نورو ښارونو کې د اعتراض غږ اوچت کړ.
د محصلینو نیول
د تیرې یکشنبي د اعتراضونو په ترڅ کې دریم محصل هم ووژل شو. ایراني محصلینو ازادي راډیو ته وویل، چې تر دې وورسته د محصلینو نیولو هم زور واخیست.
سلمان سیما چې له اعتراض کونکو محصلینو څخه دی وایي، محصلین له پوهنتون څخه نیول کیږي.
دا مساله اندیښنی راپاوري ځکه چې ممکنه ده د نیولو سلسله دوام پیدا کړي.
بل محصل پویان محمدیان وايي، محصلینو داسې وضعیت غوره کړی لکه ځوانان چې په عربي نړۍ کې د حکومتونو پرضد په یوه قوت بدل شوي.
د هغه په وینا د ایراني مقامات ویره په هیواد کې د محصلین له پاڅون څخه مخ په ډیرو ده.
په ایران کې څه په واټونو کې د اعتراضونو او هم دا شان د شین غورځنګ په نورو فعالتونو کې محصلین عمده برخه لري.
له اصله هم د ایران دولت د محصلینو په وړاندې حساس موقف لري او هغه ځانته خطر ګڼي.
د مخالفینو په ویب پاڼو کې راغلي، چې د تیرې یکشنبي د اعتراضونو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د مظاهره کونکو د خورو ورو کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست، چې ویل یې مرګ پر دیکتاتور.
خو کله چې د تهران د پولیسو مشر په دې اقرار شو، چې په پایتخت کې یې ځانګړي ځواکونه پلي کړي نو بیا ټولو مقاماتو ویل، چې په ښار کې وضعیت سوله ایز وو. فعالان وايي، دا په داسې حال کې ده چې له دوی سره ډیر بد او سخت چلند کیږي.
د مثال په توګه یو محصل ازادي راډيو ته وویل، نور محمدي په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو له حملې څخه د تیښتې هڅه کوله د هغوی له خوا ووژل شو.
حکومت ضد مظاهرې
خو د ایران په دولتی مطبوعاتو کې د پوهنتون د ریس له قوله داسې خبر خپور شو، چې نور محمدي د موټر د ټکر په پیښه کې وژل شوی او په هاغه ورځ یې په حکومت ضد مظاهرو کې برخه نه درلوده.
د محصلینو په وینا د شیراز په پوهنتون کې د محمدي تر وژني وروسته وضعیت کړکیچن دی. دوی وايي د محصلینو فعالانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې پوهنتون او لیلې ته ننوځې همدا شان محصلینو او د هغوی کورنیو ته ویل کیږي، چې د نور محمدي د مرګ په مسالې دې غلي پاتي شي.
مخالف فعالان وايي، ډېر هغه محصلین چې په دې وروستو کې نیول شوي، کورنۍ یې په اړه هیڅ معلومات نه لري، چې اولادونه یې چرته دي.
د سلمان سیما په وینا دوه ځواني ښځې، شاهده اضغري او فرناز کمالي هم د هغو لسګونو محصلینو په ډله کې دي، چې د تهران د ازدي له پوهنتون څخه د روانې اوونۍ په لومړیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او تر اوسه یې د ځای ځایګی په اړه هیڅ معلومات نشته.

محصلینو فعالانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې پوهنتون او لیلې ته ننوځې همدا شان محصلینو او د هغوی کورنیو ته ویل کیږي، چې د نور محمدي د مرګ په مسالې دې غلي پاتي شي.
محصلین