د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

ایران د موسوي او کروبي پلویانو ته د لاریون اجازه ورنه کړه


عیني شاهدان وايي، چې د ایران امنیتي ځواکونه نن د هغو مظاهرو د مخنیوي لپاره چې مخالفینو یې غوښتنه کړې ده د تهران لارو، کوڅو ته راووتل.

رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکي، چې د پولیسو ډلګۍ د تهران د مرکز په ولي عصر چوک کې ځای پرځای شوې دي.

راپورونه وايي، چې تېرماښام په تهران کې خلکو د کورونو پر بامونو د الله اکبر نارې وهلې.

دا هغه تکتیک دی چې د شاه د رژيم پرضد د اسلامي انقلاب په پیل کې کار ترې اخیستل شوی و او اوس مخالفین په همدې توګه خلک د حکومت پرضد پاروي.

د میرحسین موسوي او مهدي کروبي پلویان نن ناوخته د مصر او تونس له خلکو سره د یووالي د څرګندولو لپاره مظاهرې په پام کې لري، خو د ایران حکومت د مظاهرو لپاره د دوي غوښتنه رد کړه.

د ایران د حکومت مخالفینو د یکشنبې په ورځ په خپلو ویب پاڼو کې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د دوشنبې په ورځ د مظاهرو لپاره واټونو ته راووزي.

مخالفین وايي، حکومت د ډیموکراسۍ د پلویانو د مظاهرو د مخنیوي لپاره اقدامات چټک کړي دي.

د مهدي کروبي ویب پاڼې سهام نیوز د هغو اتلسو تنو فعالانو نومونه هم خپاره کړل چې د چارواکو له خوا نیول شوي دي.

د مظاهرو لپاره د مخالفینو غوښتنه چې په انټرنېټ کې د عامه اړیکو د شبکو، لکه د فېس بوک او ټویټر له لارې خپره شوې، په ایران کې د ډېر شمېر خلکو پاملرنه ځان ته اړولې او په دې ترڅ کې د مخالفینو د یوازې یوې ډلې په فېس بوک پاڼه کې له اته څلوېښت زرو زیاتو کسانو په مظاهرو کې د ګډون ژمنه کړې.

په داسې حال کې چې د ایران د حکومت مخالفینو د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فارسي ژبه د ټویټر د عامه اړیکو د شبکې انټرنېټ پاڼه جوړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، امریکا په روان حالت کې په ایران کې د عامه اړیکو د شبکو پر اهمیت پوهېږي او غواړي په دې برخه کې د ایران د خلکو له اړیکو سره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه بیان کې چې په فارسي ټویټر کې یې خپور کړی د ایران پر حکومت انتقاد کړی چې خلکو ته د سوله ییزو مظاهرو اجازه نه ورکوي او زیاتوي، د ایران حکومت، د مخالفینو مظاهرو ته د اجازې په نه ورکولو سره ښيي چې هغه څه چې ایراني چارواکو د مصریانو لپاره د هغه ستاینه کوله د خپل ولس لپاره یې غیرقانوني او نا مشروع ګڼي.

په بیان کې راغلي، چې امریکا د ایران له حکومته غوښتنه کوي چې خپلو خلکو ته اجازه ورکړي څو په سوله ییز ډول د غونډو، مظاهرو او مفاهمې له ابتدايي حق څخه، هسې چې په قاهره کې ولیدل شول، کار واخلي.

د ایرانیانو د پیغامونو د خپرولو لپاره د ټویټر فارسي ویب پاڼې جوړول د امریکا له لوري وروستی اقدام دی. نورې امریکايي شبکې، لکه د امریکاغږ فارسي څانګه لا دمخه په خپلو ورځنیو پروګرامونو کې د راډیو، ټلویزیون او انټرنېټ په ذریعه د ایرانیانو پیغامونه خپروي.

ایراني چارواکي د امریکا حکومت تورنوي چې د رسنیو له لارې د ایران د اسلامي رژیم پرضد تبلیغات کوي.
XS
SM
MD
LG