په پلازمینه کابل او د افغانستان په یو شمېرنورو ولایتونو کې وروستۍ څو ورځې د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې د اعتراض کوونکو کاندیدانو د لارېونونو تر ټولو تودې ورځې وې.
لاریون کوونکي وایي، چې د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده او پکار ده چې دغه انتخابات باطل اعلان شي.
د اوس مهالې ولسي جرګې غړی ډاکټر کبیر رنجبر چې د ولسي جرګې د سږ نیو انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې ناکام بلل شوی د یو لاریون په څنډه کې یې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولسي جرګې سږني انتخابات نا مشروع او له درغلیو ډک دي:
(دا غیر مشروع ټاکنې باید باطل شي او موږ یوه غوښتنه دا لرو چې باید دا انتخابات باطل شي.)
اعتراض کوونکي کاندیدان دا هم وايي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په خپلو کارونو کې پاتې راغلی دی او یو شمېر لاسونه شته چې د انتخاباتو په چارو کې مداخله کوي.
د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې له هرات ولایت څخه کاندید حاجي نثار احمد فیضي غوریاني چې د خپل ولایت ډیرۍ رائې یې ګټلي دي خو د استعفا نه ورکولو له امله یې نوم د کاندیدانو له وروستي لست څخه توګل شوی دی دغه ټکي ته په اشارې سره وايي:
(که چېرې دوي په دې برخه کې ستونزه لیدلې وه نو له انتخباتو دمخه به یې موږ ته ویلي ول، په دې توګه به د شپاړاس زرو کسانو رايه بې ځایه نه کارول کېده او په تاسف سره باید ووایم، چې یو شمېر لاسونه کارکوي او نه پریږدي چې د خلکو ریښتیني استازي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.)
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د ټولنې یا فیفا اجریوي ریس جانداد سپین غر هم د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون فعالیتونو ته په نیوکۍ سره وايي:
(د شکایاتونو کمیسیون هغه مرجع ده چې باید دغه نیوکو ته ځواب ووايي او یا هم دغو اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړي خو په تاسف سره کوم ځای چې د شکایتونو کمیسیون نیولی دی دا ددې سبب شوی چې نه کاندیدان قانع شي او نه ددوي اعتراضونو ته ځواب وویل شي او په دې اړه د شکایتونو کمیسیون سترګې پټوي نو ځکه د اعتراض کوونکو لاریونونه دوام موموي.)
خو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفت بیا د کمیسون کار د قانون او اصولو سره برابرګڼي او وايي چې دوي به ترهیڅ ډول فشار لاندې را نه شي:
(د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به هیڅ ډول فشار ونه مني، غواړم دغه پیغام ټولنو هغو کسانو، دولتي او نا دولتي ټولنو ته واوروم چې کمیسیون چاته باج نه ورکوي او مونږ دا ژمنه کوو چې د خلکو د واقعي رايو ساتونکي یو.)
د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو د درغلیو د څیړلو په هدف د افغانستان لوی څارنوالۍ او د انتخاباو خپلواک کمیسیون هم په دې وروستیو کې یو شمېر هڅې پیل کړي دي او په درغلېو کې د ښکیلو په سلګونو کسانو څخه یې د څیړنو په برخه کې اقدام کړی دی چې د اعتراض کوونکو کاندیدانو په وینا دا هم د دوي د لاریونونو نتیجه ده، ښاغلي رنجبر پدې اړه داسې وویل:
(دغه د اعتراضونو لړۍ ورځ په ورځ پراخیږي او لوی تغیر په کمیسیون د انتخاباتو او د شکایاتو کمیسیون کې راغلی او یو خورښت شته او هره ورځ دوي لوی څارنوالۍ ته.)
د یادونې وړ ده چې د کابل او ولایتونو اعتراض کوونکو کاندیدانو د چهارشنبې په ورځ هم د موضوع په اړه له لوی څارنوال سره لیدلي ول او په انتخاباتو کې یې د درغلیو د څیړلو په هدف ورسره خبرې کړې وې.
خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې په انتخاباتو کې د شوېو درغلیو په اړه څیړنې له پخوا راهیسې روانې دي او د اعتراض کوونکو کاندیدانو لاریونونه په دې برخه کې بې اغیز دي:
(د ټاکنو خپلواک کمیسیون یواځې د انتخاباتو تنظیمونکې په هېواد کې وه رايي خلکو ورکړي دي او ریښتیني پایلې به په اخر کې اعلانیږي چې څوک وړونکي دي او څوک نه دي هیڅ ډول لاریونونونه زموږ په تصمیم کوم اغیز نه لري)
اعتراض کوونکو کاندیدانو د لارېونو په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه هم غوښتي دی چې په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړي:
(له کرزي څخه هیله ده چې زموږ غږ واوري او موږ د خلکو په خاطر راپورته شوي یو نه د ځان په خاطر.)
خو د ولسمشر ویاند وحید عمر وايي چې دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دنده ده او حکومت او ولسمشر په کې مداخله نه کوي:
(ولسمشر کرزي د انتخاباتو د کمیسیون له مشر سره نه د قومي بیلانس يه اړه خبرې کړي او نه د کوم کاندید د بریا یا ناکامۍ په اړه، ولسمشر د دولت د ریس په توګه دې ډیر لوړ فکر کوي او یواځنی پیغام یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دا دی چې انتخابات باید ثبات راولي، ولسمشر او حکومت په انتخاباتو کې مداخله نه کوي.)
د افغانستان د ولسي جرګې سږني انتخابات چې د وږي د میاشتې په ۲۷ مه نېټه تر سره شول ویل کیږي چې د پراخو دغلیو سره مل ول،په دغو انتخاباتو کې د ولسي جرګې د ۲۴۹ کرسو لپاره له ۲۵۰۰ څخه زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي ول.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې شا او خوا ۶۰۰۰ شکایتونه یې تر لاسه کړي دي چې له دغو انتقادونو ۲۵۰۰ یې جدي شکایتونه شمېرل چې د انتخابایو په پایلو خپل اغیز درلودلی شي .
د نوموړي کمیسیون چارواکي وايي، چې دوي ته ټول رسېدلي شکایتونو به په راڼه ډول وڅیړل شي،ټاکل شوی چې د ولسي جرګې د سږنیو انتخاباتو پایلې د روانې میاشتې تر وروستیو پورې اعلان شي.
دا راپور په غږ د پاڼې کیڼ اړخ ته د ږغ له برخې هم اوریدلای شﺉ.
راپور—اجمل تورمان،کابل