شهزاده ترکي الفیصل وایي، ایران د یورانیمو په غني کولو منځني ختیځ کې یوه خطرناکه لاره نیولې ده او باید د خپل اټومي پروګرام په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.
خو دی داهم وایي، چې امریکا د منځني ختیځ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره باید د ایران په اټومي پروګرام حمله ونه کړي.
شهزاده ترکي الفیصل په واشنګټن کې یوې غونډی ته وویل، چې هیڅوک له دې انکار نه شي کولای، چې که ایران اټومي وسله جوړه کړي نو دا به یو لوی نړیوال ګواښ وي، خو داخبره چې واشنګټن دې د فلسطینیانو او اسراییلو د سولې د خبرو د پرمختګ د یقیني کولو لپاره د ایران په اټومي پروګرام برید وکړي، په دې معنی ده چې د مڼو د راټولو لپاره څوک ونه له بیخه وباسي.
شهزاده ترکي الفیصل په واشنګټن کې د نړیوالې سولې د مطالعاتو یو مرکز کې غونډې ته وویل، چی د ایران پر اټومي پروګرام برید به نه یواځې یو بحران بلکې یو لوی مصیبت او ناورین رامینځ ته کړي او د منځني ختیځ د سولې زیارونه به په شا وتمبوي.
د رویټرز د خبری آژانس رپوټ زیاتوي، واشنګټن تیره میاشت اعلان وکړ، چې سعودي عربستان ته د شپیتو ملیارډو ډالرو په بیه جنګي الوتکې او وسلې ورکوي، چې دغه معامله هغه ویره او ترهه څرګندوي چې د سیمی عربي هیوادونه یې د ایران له اټومي پروګرامه لري.
امریکا او لویدیځ لوی هېوادونه اندیښمن دي، چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو لپاره یورانیم غني کوي خو ایران دغه تورونه ردوي.
شهزاده ترکي الفیصل په واشنګټن کې غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د اټومي وسلې د تکثیر د مخنیوي تړون ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکوي خو ټول په دې پوهیږي چې ایران د اټومي انرژۍ د څارنې د سازمان معیارونه نه دي په ځای کړي او ښایي په دې اړه نه یواځې د امریکا او لویدیځ بلکې د ټولې نړیوالې ټولنې پوښتنې ځواب کړي.
ایران په دې وروستیو کې ویلي دي، چې د روانې میاشتې په ترځ کې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو هېوادونو او جرمني سره بیا اټومي خبرو ته کیني.
دغه غونډه به له یوه کاله راهیسې او له دې وروسته چې امریکا، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو په ایران نوي بندیزونه ولګول لومړۍ دا ډول غونډه وي.