د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

فیفا:ولې اقدامات د انتخاباتو شفافیت ته زیان رسوي؟


فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د خپلو څېړنو په بهیر کې د خلکو او د کاندیدانو قناعت ترلاسه کړي.

د دغه بنسټ چارواکو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دنده لري، چې په یوه انتخاباتي حوزه کې هیڅ قوم له استازیتوب څخه محروم نه کړي.

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي هم اعلان کړی و، چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې، له هغې څخه د غزني ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې انتخابات نه و شول ، نو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG