د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

په هرات کې د انتخاباتو ۳ کارکونکي ووژل شول


په هرات کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ایز دفتروایي، چې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې د دې کمیسیون درې تنه کارکوونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په هرات کې د دې کمیسیون مسوول ګل احمد نظري ازادۍ راډیو ته وویل چې په وژل شوو کې د دې کمیسیون دوه ښځینه کارکوونکي هم شاملې دي.

ښاغلي نظري وویل، په دې اړه څیړنې روانې دي چې ایا دا پېښه په ناببره توګه رامنځ ته شوې اوکه د دې کمیسیون کارکوونکي ترتعقیب لاندې وو.
XS
SM
MD
LG