د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د انتخاباتو د 571 مرکزونو رايې باطلې اعلان شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو د 571 مرکزونو رايې يې د درغليو له کبله باطلې اعلان کړې دي.

د دې کميسيون وياند نور محمد نور وويل، د سلګونو محلونو د رايو شمېرل روان دي، دا نه ده معلومه چې له دې وروستي اعلان سره څومره رايې باطې اعلان شوي.

د وږې يا سنبلې پر 27مه د رايو لپاره 5زره 510 مرکزونه پرانيستي وو. نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې افغان او لویدیځي چارواکو ويلي چې د درغليو له کبله تقريباً په څلورو کې يوه برخه رايې باطلې اعلان شوې دي، د دغو انتخاباتو وروستي نتايج د لړم يا عقرب پر اتمه اعلانېږي.
XS
SM
MD
LG