د ولسي جرګې په انتخاباتو کې لسګونو کاندیدانو په انتخاباتو کې درغلۍ ډیرې وبللې او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د غونډو په جوړولو سره غوښتنه وکړه چې درغلیو ته باید هرومرو رسیدګي وشي.
دغه کاندیدان وایي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رایې جعلي کارتونه کارول شوي، یوه کس څو ځلې رایه ورکړې او ان د دوي په خبره په ځینو سیمو کې د یوه کاندید په ګټه صندوقونه هم ډک شوي دي.
په کندز او خوست ولایتونو کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دوه تنه کاندیدان معین مرستیال او مولوي عبدالستار وایي که چېرې دغه تقلب او درغلیو ته سمه رسیدګي ونه شي نو ډیر شمېر خلکو ته به د انتخاباتو نتایج د منلو وړ نه وي:
(ځینو کاندیدانو د ځینو حکومتي ارکاینو په مرسته باندې په انتخاباتو کې درغلي وکړه،ډول ډول کارتونه استعمال شواو هم لوړپوړو چارواکو د ټاکنو په مسایلو کې مداخله وکړه ان د انتخاباتو د ورځې نه مخکې صندقونه ویشل شوي وه او بل ځایو کې ډک شوي وه چې دا د اساسي قانون له چوکاټه خلاف کار وه.)
په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې یا وږي د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شول خو له هماغه وخت راهیسې د مرکز کابل په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو راپورونه ورکول کیږي.
ځینې کاندیدان وایي چې ان یو شمېر سیمه ایزو حکومتي چارواکو د ځینو کاندیدانو په ګټه په انتخاباتو کې مداخله کړې چې له دې کار سره دا انتخابات د شفافیت له پلوه نورهم زیانمن شول.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم په بېلابېلو ولایتونو کې په انتخاباتو کې درغلۍ مني او وایي چې تر اوسه په دې اړه دوي ته نږدې څلور زره شکایتونه ور رسېدلي دي.
د دې کمیسیون غړي شاه سلطان عاکفي ازادۍ راډیو ته وویل چې دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د شکایتونو څیړل روان دي او دا کار په پوره دقت ترسره کیږي:
(موږ هڅې کوو چې اهمه ادعا وي او د ټاکنو پر پایلو تاثیر ولري نو ددغه شکایتونو لپاره زموږ کمیسینونه ډیر جدي دي او کوښښ کوو چې ثبوت يي کړو.)
ښاغلي عاکفي څرګنده کړه چې دوي ته له رسېدلو شکایتونو څخه په سلو کې دیرش یې مهم او جدي دي چې کولای شی ان د انتخاباتو په نتایجو هم اغیزه وکړي.
په عین حال کې فیفا یا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وایي چې د څه باندې درې لکو څارونکو، د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او د رسنیو د استازو له موجودیت سره سره د ولسي جرګې په ترسره شوو انتخاباتو کې تقلب او درغلي زیاته وه.
د فیفا اجرایوي رییس جانداد سپین غر ازادۍ راډیو ته وویل چې دوي له مخکې د تقلبي رایو او سرغړونو د جدي څیړنې غوښتنه کړې.
ده یوځل بیا د انتخاباتي شکایتونو او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه په ټینګه وغوښتل چې په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو مواردو ته لازمه رسیدګی وکړي
او خپل کارونه دې د ښه شفافیت په هدف اعلان کړي:
(موږ ۹۰۰ جدي قضيي له دوي سره شریک کړي، چې هلته محل په ګوته شوی ،مرکز په ګوته شوی ددې موارو لپاره که دا کمیسیونه وغواړي ډیر ښه کار کولای شي او ډیر درغلي کوونکي په اسانه پیژندلای شي چې دا ددوي لپاره د بریالیتوب مهم فرصتونه دي.)
جانداد سپین غر وویل چې، د دوي څارونکي نه شي کولای د مشکوکو رایو د صندوقونو له پرانیستل کېدو وروسته ټوله پروسه وڅاري او دا د ده به خبره د شفافیت په اړه شک پیدا کوي، خو ده څرګنده کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې مسالې ته د جدي پاملرنې ژمنه کړې.
بل لور ته یو شمېر کتونکي وایي که چېرې د انتخاباتو نتایج شفاف ونه وځي او د کاندیدانو رضایت تر لاسه نه شي نو دا به په دې هېواد کې په ډیموکراسۍ غټ ګزار او د خلکو په حقونو په ډاګه تېری وي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې مشکوکې او تقلبي رایې هرومرو له سمو رایو څخه پیلیږي او د دې پروسې له ترسره کېدو وروسته به لومړنۍ او بیا وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د دې کمیسیون رییس فضل احمد معنوي وویل چې تر اوسه د څه باندې دوه سوو مرکزونو رایې باطلې اعلان شوي او که چېرې د نورو مرکزونو رایې هم ناسمې ثابتې شي په اړه به یې ورته پریکړه وشي:
( هیڅوک نه شي کولای چې د پیسو په واسطه خپلې رایې زیاتې او د نورو کمې کړي مو ږ په خپل سیستم پوره باورلرو.
هغو کسانو چې جعلي او ناسمې رایې صندوقونه اچولي وي هرومرو به باطلې اعلان شي، تر اوسه د دوه سوه اوه ویشت مرکزونو رایې باطلې اعلان شوي او یوسلو دوه څلویشت تنه کاندیدان چې په درغلیو کې لاس لري د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته پیژندل شوي دي).
په افغانستان کې له نا امنیو سره سره د ولسي جرګې په انتخاباتو کې څه باندې څلورنیم ملیون کسانو برخه واخیسته، دغو انتخاباتو ته د څه باندې څلورسوو ښځو په ګډون له دوه نیم زرو څخه زیات کاندیدان ولاړ وو.
د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مرستیال او د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي فهیم حکیم ازادۍ راډیو ته وویل چې له انتخاباتو څخه وروسته د درغلیو او سرغړونو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون اجرات ښه او پروخت دي خو د ښاغلي حکیم په خبره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په دې برخه کې یوڅه ستونزه لري:
(د انتخاباتي شکایتونو د سږني کمیسیون جوړښت ډیر دولتي دي او د دولت رول په کې ډیر پیاوړی دی.
ترڅو چې د دې کمیسیون وروستۍ پریکړې ونه ګورو له ټولو سره داسې نظر موجود وي چې ګوندې دوي به د نورو مسایلو او اړخونو پرځای تر ډیره د دولت ګټې په پام کې ونیسي.)
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې د دوي ولایتي کمیسیونونو تر اوسه کابو دوه نیم سوه جدي شکایتونو ته رسیدګي کړې او دا لړۍ لاهم روانه ده.
خو په ځینو ولایتونو کې یو شمېرکاندیدان د شوو درغلیو او سرغړونو په اړه د انتخاباتي شکایتونو پریکړې ناسمې او کمزوري بولي او وایي چې په دې هکله اجرات باید دقیق، شفاف اوعادلانه ترسره شي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي که په مرکز او ولایتونو کې د دې کمیسیون د سیمه ایزو کمیسیونونو په پریکړو څوک قناعت نه لري کولای شي د انتخاباتي شکایتونو مرکزي کمیسیون ته مراجعه او د استناف غوښتنه وکړي.
دې کمیسیون ویلي هغه کاندیدان به هرومرو څارنوالۍ ته معرفي کړي چې په انتخاباتو کې یې پراخې درغلي کړي.
ټاکل شوی ده د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان یا تلي د میاشتۍ په پنځه ویشتمه او وروستي نتایج یې له پوره او هر اړخیزو څیړنو وروسته د عقرب یا لړم د میاشتې په اتمه نېټه اعلان شي.