د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

امریکا پر۸ لوړ رتبه ایراني چارواکو مالي بندیزونه وضع کړل


 د امریکا د بهرنیوچارو او خزانې وزیرانو پرون په واشنګټن کې پر دې ایراني چارواکو د تازه مالي بندیزونواعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیوچارو او خزانې وزیرانو پرون په واشنګټن کې پر دې ایراني چارواکو د تازه مالي بندیزونواعلان وکړ.
متحدو ایالاتو پر اتو لوړ رتبه ایراني مقاماتو مالي بندیزونه وضع کړل، پر دوي يي په دوامدار ډول په بشري حقونو د تیري د جدي سرغړونې په پېښو کې د لاس درلودو په خاطر د امریکا تعذیرات لګول شوي دي.

رپوټونه وايي چې، دا پېښې په ایران کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته د رژيم ضد مظاهرو د ځپلو په وخت کې شوي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو او خزانې وزیرانو پرون په واشنګټن کې پر دې ایراني چارواکو د تازه مالي بندیزونواعلان وکړ. د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن وویل چې د دې چارواکو په قومانده یا تر څارنه لاندې ګڼ شمېر ایرانیان توقیف، وهل ټکول، شکنجه او وژل شوي دي .

د بندیزونو دا پریکړه لیک د چهارشنبې په ورځ ولسمشر اوباما لاسلیک کړ، په دې کسانو کې چې د امریکا د مالي بندیزونو په لست کې راغلي د ایران د انقلابي ګارد مشر او یو شمېر برحاله او پخواني وزیران شامل دي .

پر دې اساس به په امریکا کې د دې چارواکو سرمایې کنګل شي او د امریکا ویزه نه شي اخیستلاي، دا اول وار دې چې امریکا په ایران کې د بشري حقونو د نقض په خاطر پر چارواکو دا ډول بندیزونه وضع کړي .

د ولسمشر د دې فرمان لاسلیک دا پيغام رسوي چې امریکا د خلکو د ابتدايي بشري حقو لپاره دریږي. لکه څرنګه چې ولسمشر تېره اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې وويل، موږ به د هغو ټولو په ضد ودریږو چې د فکر ازادي محدودوي.

له سپینې ماڼۍ په دې اړه خپره شوې اعلامیه وايي، امریکا به تل له هغو ایرانیانو سره ولاړه وي چې غواړي نوره نړۍ یې غږ واوري، سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د ایران پرحکومت غږ کړې چې د خپلو وګړو د حقوقو درناوی وکړي.
XS
SM
MD
LG