د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

په شکایتونو باندې د څیړنې له امله د انتخاباتو پایلې ځنډیدلي


د انتخاباتو د کمیسیون کار کوونکي
د انتخاباتو د کمیسیون کار کوونکي

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات تر سره شول خو نتیجي یي په شکایتونو باندې د غور او څیړنې له امل ځنډیدلې دي.

مخکې له دې چې د افغانستان د ملي شورا ستاینه وشي او یا هم د راتلونکو کارونو او توان په اړه یي اندیښنې څرګندې شي، سیاسي کتونکي په دې باور دي چې راتلونکې ملي شورا به یو ځل بیا د ولسمشر کرزي د واکمني په لار کې خنډ نه وي او کرزی چې څنګه یي زړه وي هغسې به یي ډنګوي.

رویټرز، د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې ملالۍ جویا خبره هم راخیستی چې وایي، مسله دا نه ده چې څو تنه ډیموکرات سړي یا ښځې دي په انتخاباتو کې کاندیدې وې او په یقین سره چې دوي به رايي هم ونه ګټي، خو که یو څو تنه ازاد فکرې یا ډیموکراټ کاندیدان انتخاب هم شي، دوي به د ډیموکراسۍ لپاره نمایشي کسان وي. د تېرې ملي شورا په څېر به په نوي شورا کې هم د قانون جوړونکو په نسبت د قانون ماتوونکو شمېر زیات وي.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره شاوخوا دوه نیم زرو کاندیدانو سیالۍ وکړې او نتیجې یي ممکن د اکتوبر تر دیرشمې پورې اعلان نه شي.

رویټرز زیاتوي، واشنګټن زیار باسي د ولسمشر کرزي په حکومت کې د اداري فساد مخه ونیسي او په تدریجي ډول د خپلو سرتېرو وتلو ته لار هواره کړي خو د عسکرو د وتلو سرعت او شمېر مسله به د ډیسمبر میاشت کې یعنې د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما په ستراتیژۍ باندې له کتنې وروسته معلومه شي.

ځيني څيړونکي دا هم وایي، په افغانستان کې عام خلک له حکومت څخه خپه دي، دې کار د طالبانو دریځ غښتلی کړی او د ولسمشر کرزي د حکومت مشروعیت ته یي زیان رسولی او همدا وجه ده چې حکومت نه شي کولای په ټول هېواد کې د خپل واک د پراخیتا په مقصد ارګانونه جوړ او تقویه کړي په خاص ډول امنیتي ارګانونه.

رویټرز، د ایوراشیاویو د څیړونکي ماریا کوسیستو خبره را خیستي چې وایي،”د ولسي جرګې دا وروستي انتخابات یوه داسې پېښه وه لکه هیڅ شی چې نه وي واقع شوي او هیڅ بدلون ممکن را نه ولي“.

د سیاسي چارو یوه بله کار پوهه مارتیني وان بیلرت وایي، د افغانستان په ملي شورا کې کومه قوي، متحده مخالفه جبهه یا اپوزیسیون نشته چې د کرزي په مقابل کې مقاومت وکړي. دا وایي،

د افغانستان ولسي جرګه خپله ګډوډي لري او د چا له خوا پوره نه ده کنټرول شوې، د افغانستان ملي شورا کله سپین چک و او کله هم سترخنډ.

د افغانستان سیاست ډېر پیچلی دی. ولسي جرګې د تېر کال په ډیسمبراو جنورۍ میاشتو کې د ولسمشر کرزي له خوا پیشنهاد شوې کابینه رد کړه او وروسته یي د مارچ میاشت کې د انتخاباتو په قانون کې د هغه تعدیلات هم تصویب نه کړل.

رویټرز د افغان کارپوه وحید مژده نظر هم پوښتلی . دی وایي، تېر پارلمان د نوي پالمان په نسبت یوڅه قوت او وزن درلود او دا ځکه چې د ولسي جرګې د تېرې دورې انتخابات بد نه وو او درغلۍ په کې کمې وې.
XS
SM
MD
LG