د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون وایي که څه هم رسنیو د ولسي جرګې انتخابات په پراخه کچه تر خپل پوښښ لاندې را وستل خو بیا هم انتخاباتي مبارزو د چوپتیا په ورځو کې رسنیو څه باندې سل ځله سرغړونې کړي دي.
د رسنیو د کمیسیون مشر دلاور نظیر زوی نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د چوپتیا په دوو ورځو کې له شاوخوا دیرشو رسنیو نه دغه سرغړونې شوی دي.
نوموړی وویل چې، سرغړونکي رسنۍ له پنځو زرو افغانیو نیولې ان تر پنځوس زرو پورې نغدي جریمه شوي دي، د رسنیو کمیسیون مخکې اعلان کړی وو چې د کاندیدانو د کمپاینونو د چوپتیا پرمهال هیڅ رسنۍ نه شي کولای چې د کاندیدانو په اړه تبصرې وکړي او یا هم د هغوي مرکې خپرې کړي.