د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

جمهوري ریاست:د راېو شمېرنه دې په شفافه توګه ترسره شي


د افغانستان جمهوري ریاست د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي دي چې د راېو شمېرنه دي په بې طرفه او شفافه توګه ترسره کړي.

دولتي خبري اژانس باختر لیکي چې د وزیرانو د شورا د تېرې ورځې په غونډه کې ولسمشر حامد کرزي له انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون څخه وغوښتل چې ورته رسیدلي شکایتونه په ملي روحیه او په ټاکلې وخت کې وڅیړي ځو د کاندیدانو اندېښنې په دې برخه کې رفع شي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي دي چې دوي به لومړې دوي ته ټول رسېدلي شکایتونه طبقه بندي او بیا به يي په غور سره وڅیړي.
XS
SM
MD
LG