د کابل په شمال کې د پولیسو یو قوماندان وايي، چې له شلو ډېر کسان، چې د انتخاباتو جعلي کارټونه ورسره و ، نیولي دي.
د کابل ولایت د قره باغ د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان ازادۍ راډیو ته وویل، چې ۲۳ تنو، چې غوښتل يي د قره باغ ولسوالۍ د رایو په مرکزونو کې د انتخاباتو جعلي کارتونه وکاروي، امنیتي ځواکونو ونیول.
قوماندان مبین دا ونه ویل، چې دغه کارټونه د کوم کاندید په ګټه کارول کیږي، د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون تر دې مخکې ویلي و، چې د انتخاباتو جعلي کارټونه او رايي پاڼې، چې د هېواد په ګاونډېو هېوادونو کې چاپ شوي دي، افغانستان ته راوړل شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم تاييد کړې، چې یو شمېر کسانو هڅه کوله، چې جعلي کارټونه د خپل خوښۍ کاندید لپاره وکاروي، خو یو شمېر کسان له جعلي کارټونو سره نیول شوي دي.