د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

ایراني ملیشو ددې هېواد د مخالف سیاسي مشر کور محاصره کړی و


مهدي کروبي د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د احمدي نژاد له مهمو سیالانو څخه و او تر پایه یې د انتخاباتو بر شفافیت انتقادونه کول.
مهدي کروبي د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د احمدي نژاد له مهمو سیالانو څخه و او تر پایه یې د انتخاباتو بر شفافیت انتقادونه کول.

د ایران د یوه مخالف مشر مهدي کروبي کور د حکومت د پلویانو له خوا تیره شپه محاصره شو . کروبي تر دې د مخه هم څو ځلې تهدید شوی و . ایراني ملیشو د مخالف مشر مهدي کروبي کور د سې شنبي په ورځ محاصره کړي و. دهغه د ویب پاڼۍ په حواله په دې توګه په ځانګړو مذهبی مراسمو کې دهغه د ګډون مخه ونیول شوه .

د سهام ویب پاڼې په حواله اوس هم شاو خوا پنځوس تنه د بسیج غړي د کروبي تر کوره چاپیر دي .

بسیج ، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ته وفاداره ، یو رضا کاره ځواک دی چې په شخصې جامو کې ګرځي .

کروبي او د هغه ملګري ، بل مخالف مشر ، میرحسین موسوي باندي تر دې مخکې د محمود احمدي نژاد د حکومت د پلویانو له خوا حملې شوې دي .

د کروبي د زوي په وینا په یوې پیښې کې د کروبي موټړ ډړې وړې شو . موسوي په ایران کې د جمهوري ریاست په وروستیو انتخاباتو کې دوهم او کروبي څلورم مقام ګټلی وو .

سهام ویب پاڼه زیاتوي د بسیج کسان چې شخصي جامي یې په تن وي ورسره اوښکې بهونکي ګاز، هتکړۍ او ډنډې وي . دوی د دوشنبی په ماښام راورسیدل .

کروبي تر دې دمخه ویلې وو ، غواړي چې د راتلونکې جمعې په ورځ په هغه کلنی لاریون کې برخه واخلي چې دقدس په نوم مشهور دي .

هغه وايي که د بسیج غړي یې له کوره د وتلو مخه ونیسي نو هغه به ددې جوګه نه وي چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي .

د دوه زره نهم میلادی کال د جون د میاشتې په انتخاباتو کې چې محمود احمدي نژاد د ولسمشر په توګه وټاکل شو ، تر هغه وورسته لویي مظاهرې وشوي او په دې توګه د ایران په مذهبي او سیاسي کړیو کې درز پیدا شو . ایراني مقاماتو په انتخاباتو کې د درغلی ادعا رد کړه او لویدیځ قدرتونه یې په دې نارامیو کې ښکیل وبلل .
XS
SM
MD
LG