د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

د ولسي جرګې انتخابات به په کومو شرایطو تر سره شي؟


د ولسي جرګې انتخابات رانږدې شوې او په عین حال کې په جنوبي او ختیځو سېمو کې د بې امنیو له امله کاندیدان په ازاد ډول کمپاین نه شي کولای او له خلکو سره لیدنې کتنې یي هم له پوره ستونزو سره مخامخ دي.

په داسې یوه حالت کې چې کاندیدان نه شي کولای خپل عکسونه له انتخاباتي دفترونو بهر په دیوالونو او نورو ځایونو وځړوې، د راېو ورکولو عملیه او شفافیت خو یي لا جلا مسله ده.

د کابل ولایت یوه وکیل فیض الله مجددي رویترز ته ویلي، له امنیت پرته انتخابات هیڅ مفهوم نه لري، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره شاوخوا اولس نیم میلونه مستحق رايي ورکوونکي ثبت شوي او دا به د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته دوهم ستر انتخابات وي.

د رایو ورکوونکو د شمېر یعنې د خلکو د ګډون په اړه هم اندېښنې موجودې دي او دا ځکه چې تر اوسه درې تنه کاندیدان د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

۶۲ کاندیدان په دې تور چې د انتخاباتو له قوانینو او مقرراتو څخه یي سرغړونې کړي او یا هم پخواني جګړه ماران دي، د انتخاباتو له لیست څخه ایستل شوي دي. بیا هم د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره ۲۵۰۰ کسان سیالیو ته ولاړ دي.

دا چې د انتخاباتو عملیه څنګه پر مخ روانه ده او تیارۍ په کوم حالت کې دي د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون ویاند ښاغلي نور محمد نور ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

(د انتخاباتو لپاره پوره تیارې نیول شوی او انتخابات به د سپتمبر په ۱۸ مه تر سره شي.)

په افغانستان کې د شاوخوا ۱۵۰ زرو بهرنیو عسکرو په موجودیت کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله بیخي زیاته شوې او دا مسله به د راېو او په مجموع کې د افغانستان د ثبات لپاره یو ستر ازمیښت هم وي.

د ولسي جرګې انتخابات به د ولسمشر حامد کرزي لپاره هم ځکه د زیات اهمیت وړ وي چې دی غواړي په لویدیځ تکیه کمه کړي او دا مهال یي د خصوصي امنیتي کمپنیو د منحلولو پروګرام هم تر لاس لاندې نیولی دی.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره قومي مشران ، مخور کسان او اسلامي بنسټ پالي سیالۍ کوي. دغه راز د ولسمشر کرزي یو شمېر مخالفان چې د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د کرزي په ضد ولاړ وو، د ولسي جرګې انتخاباتو کې سیالۍ کوي او دا خطر هم شته چې راتلونکی پارلمان به د ولسمشر کرزي د پروګرامونو د عملي کېدو او د کابینې د وزیرانو د تایید مخه ونیسي.

د ولسمشر کرزي د مخالفانو په ډله کې یو هم رمضان بشر دوست دی چې د ملي شورا ودانۍ ته نږدې له یوې خیمې څخه یي کمپاین پیل کړی، ده په حکومت کې د اداري فساد مسله راپورته کړې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو کمپاین یي پیل کړی دی.

په پارلمان کې د غښتولو مخالفو ډلو او کسانو د موجودیت په صورت کې به لویدیځ هېوادونه چې په افغانستان کې د یوه ښه حکومتي سیستم د جوړولو هلې ځلي کوي،په عین حال کې، ناټو او امریکا هڅه کوي چی د ۲۰۱۰ کال د جولای میاشتې مخکې په وسله والو تهاجمې حملې زیاتې کړې.

رویترز لیکي: ولسمشر کرزي یو ځیرکه سیاست وال دی او زیار باسي داسې یو پارلمان جوړ شي چې ده ته مطیع او فرمانبردار وي، خو په انتخاباتو کې تر ټولو مهمې مسلې د امنیت نشتوالی او په افغانستان کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ټولو ناوړه سطحې ته رسیدلي دي.

رویټرز، د یوه بل کاندید دواد سلطانزوې خبره هم راخیستې چې وایي، د افغانستان په جنوب کې د امنیت د کمزورۍ له امله زیات شمېر کاندیدان خپلو سېمو ته ازادانه تګ راتګ نشي کولای. د ده په فکر دا به غوره وي که د ولسي جرګې انتخابات د امنیت د ښه کېدو تر وخته وځنډول شي .

څیړونکي په دې باور دي چې د رایو زیات شمېر مرکزونه به د هېواد په ختیځ او جنوب کې د امنیتي دلایلو له امله تړلې پاته شي او دغه رازد کمزوری امنیت له امله ممکن په رایو کې درغلیو ته هم لار خلاصه شي.
XS
SM
MD
LG