د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

په ایران کې په سنګسار محکومه شوې مېرمنه له ناروی نه پناه غواړي


میرمن سکینه محمدي اشتیاني
میرمن سکینه محمدي اشتیاني
په ایران کې په سنګسار د محکومې شوې مېرمنې مدافع وکیل وايي، چې ده ناروې ته د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

محمد مصطفوي چې د ایران د عدلي سیستم له انتقاد کوونکو څخه دی رویترز خبري اژانس ته وویل:

(زما هدف پر هغو تشریفاتي، غیرعادلانه او خپل سرو محاکمو اعتراض و چې زموږ په قضایي سیستم کې موجود دي او دا نه یواځې زما لپاره بلکه د نورو کسانو لپاره هم شته چې دا اوس ورسره مخامخ دي.)

مصطفوی وايي، ده په تېرکال کې د اتلسو کسانو د ژغورلو هڅه کړې او د دیارلسو ښځو چې د سنګسار له حکم سره مخامخ وي دفاع یې کړي او په دی بریالۍ شوی چې لس تنه له سنګساره وژغوري. دی وايي کله چې چارواکي زما په نیولو بریالی نه شول نو زما میرمن او د هغې ورور یې د یرغمل په توګه ونیول.

مصطفوي چې پرون په اسلو کې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولي وویل چې میرمن یې خوشی شوي او هیله من دی چې ناروی ته د هغې اود لور د سفر لپاره زمینه برابره شي.

مصطفوي په دې باور دی چې که په ایران کې پاتې وای، ایراني مقاماتو به نیولی وای. دی وایي، هیله من دی چې ایراني مقامات به بالاخره ده ته اجازه ورکړی چې خپل کار ته دوام ورکړي،میرمن سکینه محمدي اشتیاني چې مصطفوي یې مدافع وکیل و د زنا په تور په سنګسار محکومه شوې ده.

د ایران د مرکزي بانک مشر وايي، اسلامي جمهوریت باید واردات کم کړي او په دې توګه د ملګروملتونو له خوا له لګول شوېو بندیزونو سره مقابله وکړي.

د ایران د مرکزي بانک مشر محمود بهمني پرون خبریالانو ته وویل اسلامي جمهوریت باید له بندیزونو سره د مقابلې لپاره د وارداتو له کمولو څخه کار واخلي، د ګاز مصرف کم کړي، پر لوکسو مالونو ډیره مالیه وضع کړي او د خپل هېواد تولیدات ډیر کړي د ده په وینا له دې پرته بله لاره نشته .

پر ایران د په تېر جون په میاشت کې ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا د څلورم ځل لپاره بندیزونه ولګول شول .
XS
SM
MD
LG