د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستیز امیر البحر مایک مولن وايي، که څه هم چې د ایران پر ضد پوځي ګام به ښايي مناسب نظرنه وي خو د امریکا پوځ پرایران باندې د حملې لپاره پلان لري.
د اسوشیټیډ پریس اژانس په وینا مایک مولن په وار وار دا هم ویلي چې پر ایران باندې برید به په منځني ختیځ او شاوخوا کې غیر متوقع او پراخ تاثیر ولري، خو د متحده ایالاتو دغه لوړ رتبه پوځي مقام ټینګار کړی چې اټومي وسلو ته د ایران لاس رسۍ دوي ته د منلو وړ نه دی.
این بي سي تلویزون سره په خبرو کې مولن وویل:
"پر ایران باندې د حملې امکان شته او دا احتمال به پر خپل ځای پاتي وي. ولسمشر له دې امکان څخه استفاده کولی شي. لکه څرنګه مې چې دمخه هم ویلي هیله من یو چې دې ګام اخستو ته اړ نه شو خو دا یو مهم او د درک وړ امکان دی."
بل لور ته ایران د امریکا د دې خبرداري پر وړاندې عکس العمل ښودلی او د دغه هېواد د سپاه انقلاب ځواک مرستیال ویلي د متحده ایالاتو له خوا پر ایران باندې د حملې غلطي به د خلیج امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ارنا د یاد الله جواني په حواله ویلي چې د فارس خلیج یوه ستراتیژیکه سیمه ده او د دې سیمې د امنیت خرابوالۍ به امریکا د ایران له دقیق او سخت عکس العمل سره مخامخه کړي.
ایران دغه راز په وار وار سره خبردارۍ ورکړی چې که پر دغه هېواد برید وشي نو د اسرایلو پایتخت تلبیب به په نښه کړي.
بل لور ته واشنګټن پوسټ ورځپاڼه بیا د امریکا د استخباراتو د پخواني مشر مایکل هایډن په حواله وايي پر ایران حمله ضروري ده.
نوموړي ویلي امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول او د تهران د منع کولوهڅه يې وکړه خو بیا هم دا هېواد خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکوي.
ورځپاڼه دغه راز پر ایران د نوېو بندیزونو په باب د ولسمشر باراک اوباما څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي: موږ ایران ته ښکاره انتخاب ورکړ څو خپل نړېوال مسولیتونه پر ځای کړي.
ولسمشر اوباما بیا څو ورځې وروسته د اسرايیلو له یوه تلویزون سره په خبرو کې وویل د ده اداره به له ایران سره د شخړې د حل لپاره دیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکړي خو ويي ویل، چې نورې لارې هم موجودي دي چې ایران له اټومي وسلو جوړولو منع کړي.
خو واشنګټن پوسټ بيا وايي، د اوباما ادارې له اروپا او روسېي سره د اړیکو د ټینګوالي لپاره ګامونه اخيستي او د دې اړیکو په پام کې نیولو سره چې دا اړيكې زیانمني نه شي پر ایران باندې د حملې په موضوع باید دوه ځله غور وکړي.