د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

سه شنبه د لړم ۵ مه


كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم د نورو مطالبو ترڅنګ خپلې سرمقالې "بیا ټاکنو" ته ځانګړې كړي. په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريالې حمیدې عثمان د ورځپاڼو پاڼې اړولي او په لاندني مطلب كې يې رانغاړلي دي.

ويسا:

ويسا ورځپاڼې د دې ګڼې په سرمقاله كې د ډاكټر عبدالله پر هغو غوښتنو تبصره كړې، چې ويلي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريیس دې له دندې ګوښه شي او د يو شمېر دولتي چارواكو وظيفه دې هم وځنډول شي.

سر مقاله ليكونكي پوښتنه كړي چي آيا ډاكټر عبدالله كړكيچ غواړي يا د تېښتې لار لټوي؟

ورځپاڼې همداراز د اسلامي وحدت د ګوند د مشر محمد محقق هغو څرګندونو ته اشاره كړې، چې ويلي د ډاكټر عبدالله شرايط قانوني اړخ نه لري.

د ويسا ورځپاڼې په بل مطلب كې په هېواد كې د بې سرپناهي ستونزې هم څيړلې او د دي ستونزې د اوارۍ غوښتنه يې كړې ده.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼي د ډاكټر عبدالله د غوښتنو په اړه د جمهور ریيس كرزي ځواب خپور كړی او له حامد كرزي څخه په نكل ليكلي، چې په دولت كې پراخ بدلونونه به د هېواد په خير نه وي.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په دې وروستيو كې مظاهرې څيړلې او ليكلي يې دي، چې دا نوې اجنډا د ولس له عواطفو سره د لوبو په نيت تر سره كيږي.

انيس د انتخاباتو په اړه د يو شمېر كارپوهانو څرګندونې خپرې كړي او ليكي، چې د بهرنيانو له لوري د رای وركونې د ځينو مركزونو تړل د افغانستان په چارو كې لاسوهنه ده.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې بيا په خپلې سرمقالې كې ويلي، چې د انتخاباتو د كميسيون له خوا له وظيفې د دوه سوو كاركونكو ګوښه كېده كوم مشكل نه حلوي ځكه، چې د هغوی ګوښه كېدو او د نويو كسانو د كمارلو لپاره كوم ميكانيزم نشته.

ورځپاڼي په بل مطلب كې د افغانستان اوسنی وضعيت سياسي اضطراب ګڼلی او ليكي، چې په دې ورځو كې د سياسي شطرنج بازو بازار ګرم دی.

د ملي ارمان ورځپاڼې په يوه مطلب كې په لري پراته ولايت غور كې د بيارغاونې پر چارو او له هغې سره د پولڼد د هېواد پر مرستو هم رڼا اچولې ده.

۸ صبح:

د ۸ صبح ورځپاڼې د انتخاباتو د دوهم دور په اړه ليكلي، هېڅ لاره بې له دې، چې د انتخاباتو دوهم دور ترسره شي نه شته.

د دې مطلب ليكونكي ټينګار كړی، چې د انتخاباتو د لومړي دور درغلۍ د منفي اغيزو لپاره د دوهم دور جوړېده ضروري دي.

ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو د امنيتي ستراتيژۍ په اړه يو مطلب كې د دې ستراتيژۍ څرنګوالی بيان كړی دی.


اصلاح اوهېواد:


د اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم د هېواد پر سياسي او نورو اړخونو مطالب ليكلي دي.

هېواد په خپلې نننۍ سرمقاله كې ليكلي، چې د رای وركونې د يو شمېر مركزونو تړل كېدل د تقلب مخه نه نيسي.

خو اصلاح يو ځل بيا په انتخاباتو كې د خلكو پر ګډون ټينګار كړی او ليكلي یې دي، چې په انتخاباتو كې د خلكو ګډون ملي مسووليت دی.


راه نجات:


د راۀ نجات ورځپاڼې د جمهور ریيس كرزي د هغو نويو څرګندونو په اړه مطلب خپور كړی، چې د لويديځو هېوادونو په اړه يې كړي.

ورځپاڼې په دغې مطلب كې له ښاغلي كرزي څخه په نكل ليكلي، چې آيا لويديځ د افغانستان لپاره د اعتمار وړ شريك دی.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په افغانستان كې د زلمي خليلزاد پر رول تبصره كړې او په كابل كې د تېرې ورځې د غوڼدې په هكله يې ليكلي، چې خليلزاد له خړو اوبو كبان نيسي.
XS
SM
MD
LG