په ليکنه کې راغلي، ډاکټر عبدالله د تېرې يکشنبې په ورځ له سي، اېن، اېن ټلويزيوني شبکې سره په خپله مرکه کې وويل، د هغو درغليو د مخنيوي لپاره چې د اسد د نهه ويشتمې په انتخاباتو کې وشول، بايد کرزى زياتې تقاضاوې او غوښتنې ومني.
عبدالله وويل، تر هغو چې يې خلکو ته د عادلانه او شفافو انتخاباتو اطمينان نه وي ورکړى، افغانانو ته به زحمت ورنه کړي.
ورځپاڼه ليکي، عبدالله د يوه متحد د پيدا کولو په تمه، د واشنګټن له شک او ترديد څخه استفاده کوي، دغه شکونه د کرزي پر حکومت موجود دي.
عبدالله وويل، کرزى بايد خلکو ته د انتخاباتو خپلواک کميسيون له بېطرفۍ ډاډ ورکړي او د راى ورکولو مشکوک مرکزونه دې وتړي. د ورځپاڼې په حواله دا هغه غوښتنې دي چې امريکا به يې هم ملاتړ کوي.
کرسشن ساينس مانېټور ليکي، عبدالله له داسې معامله ګرانو څخه نه دى چې قدرت ته د رسېدو لپاره له کرزي څخه د يوې ښې معاملې په تمه وي، نه يې هم وسلوال پلويان دا غواړي چې ده ته کوم تهديد جوړ کړي.
ورځپاڼه ليکي، عبدالله د افغانستان په سياسيت کې يو ډول پېچلى او ځانګړى شخصيت لري.
د ورځپاڼې په استناد، له يوې خوا د عبدالله تېر وخت، دى له جنګسالارانو راپېژني، چې د ١٩٩٠م کال په لومړيو کې دوى په کابل کې جګړې پيل کړې، په جنګي جرمونو او د زرګونو کسانو په وژنو تورن دي، دوى کابل هم په کنډوالو بدل کړ.
ورځپاڼه ليکي، په ٢٠٠٧م کال کې چې کله نړيوالې ټولنې يوه لايحه رد کړه، د دې لايحې له مخې د جنګسالارانو پخواني جرمونه بخښل کېدل، عبدالله په دې وخت کې د خپلو پلويانو ملاتړ ترلاسه کړ.
خو ورځپاڼه زياتوي، عبدالله د يوه مجاهد په پرتله تر ډېره يو تکنوکرات دى.
کرسشن ساينس مانېټور د ليکنې په دوام زياتوي، عبدالله د خپل ژوند په بيه هرڅه پر خپلو کمپاينونو لګوي، د زياتو کارپوهانو په باور په انتخاباتو کې يې د بري چانس کم دى.
د ورځپاڼې په حواله، عبدالله له څو اړخونو غواړي د افغانستان د اوباما په څېر وي، هغه څه بدل کړي چې په تېرو کلونو کې ترسره شوي او له کرزي څخه د خلکو د نارضايتۍ سبب شوي دي.
دغه راز واشنګټن ټايمز ورځپاڼې بيا تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره کړې ”امريکايي سرتېري هيله من دي چې قرباني به يې په اوبو نه لاهو کېږي“
د ليکنې په پيل کې راغلي، په داسې حال کې چې د اوباما اداره افغانستان ته د لسګونو زرو عسکرو پر لېږلو فکر کوي او افغانان د دويم پړاو انتخاباتو ته تيارى نيسي، په دې هېواد کې ځينې مېشت امريکايي عسکر تشويش لري چې د دوى ماموريت په امريکا کې د مېشتو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړى، د دوى او د دوى د ملګرو قرباني په اوبو لاهو شوې ده.
په دې ليکنه کې د يوې ٢٧کلنې ضابطې کوبل له قوله ليکلي شوي، د راروانې اګست مياشتې په راسېدو سره دېرش مياشتې کېږي له خپل پنځه کلن زوى څخه ليرې ده او په افغانستان او عراق کې پوځي ماموريت کوي، هغې ويلي دي، د ماموريت په پوره کېدو سره به افغانستان پرېږدي، د هغې په وينا، په افغانستان کې د وژل شويو پوځيانو قدر نه کېږي.
هغې واشنګټن ټايمز ته ويلي دي، اکثرو امريکايانو دا هېره کړې چې افغانستان ته ولې راغلي دي.