د ولسې جرګې غړې شكريې باركزۍ د سې شنبې په ورځ د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د درغليو ادعاګانو ته په اشارې ازادۍ راډيو ته وويل، كه چيرې انتخابات دوهم پړاوته وغځول شي بيا به هم د درغليو انتقادونه وي.
دې څرګنده كړه چې په انتخاباتو كې ناكامه شوي كانديدان له نیوکو پرته بله لار نه لري او كه چيرې انتخابات دوهم وارترسره شي نو ډېر كمزورى حكومت به رامنځ ته شي:
"دوهمې دورې ته د انتخاباتو تګ به افغانستان لپاره ګټور نه وي، ځکه چې نور افغانان به ونه شي کړای چې په دغه پروسه کې ګډون وکړي او افغانان به په انتخاباتو بې باوره شي.
د دې ترڅنګ په دویم دور کې که هر چا ډېرې رایې وګټلې او یو لکو افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي او په ۵۰۰۰۰ رایو باندې یو څوک وټاکل شي، نو ایا دا یو قوي نظام وي؟"
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات د زمري یا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه ترسره شول.
د لومړنيو نتايجو له مخې د جمهوري رياست په انتخاباتو كې ولسمشركرزي د څه باندې څلورپه سلو کې د رايو په ګټلو سره لومړى او ډاكټرعبدالله د نږدې دېرش په سلو کې د رايو په ګټلو سره دوهم ځاى وګاټه.
خو د انتخاباتو له ترسره كېدو او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا د رايو د لومړنيو نتايجو له اعلان سره سم په انتخاباتو كې د پراخو د رغليو له امله شكايتونه وشول.
يو شمېر څيړونكي وايي، چې ښايي د ډېرو رايو له باطلېدو سره انتخابات دوهم ځل ترسره شي.
د ولسې جرګې غړى محمد سرور جوادي هم په همدې نظر دى او څرګندوي چې په راتلونكي نظام كې د ښه شفافيت لپاره بايد د ولسمشرۍ انتخابات بيا ترسره شي:
"كه چيرې دوهم ځل انتخابات شفاف ترسره كيږي نو ښه دى، چې ترسره شي مونږ يې هم په ټينګه پلوي كوو، له دې سره به د انتخاباتو او راتلونكي نظام شفافيت ترلاسه شي."
د انتخاباتو د بهير يو شمېر څارونكو په خاص ډول د اروپايي ټولنې څارونكې ډلې هم ويلي، چې په انتخاباتو كې درغلۍ پراخې وې او بايد په جدي توګه وڅيړل شي.
خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون او د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ويلي دي، چې مشكوكې رايې همدا اوس د بيا شميرلو په حال كې دي.
په عين حال كې له دې سره سره، چې يو شمېر كانديدان او سياسي څيړونكي د انتخاباتو بيا ترسره كېدل غواړي.
خو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې يو شمېرقومي مشرانو او خلكو د غونډو په جوړو لوسره ويلي دي، چې تېر انتخابات په سختو شرايطو كې ترسره شول او كه چيرې د دوى په خبره انتخابات دوهم پړاو ته وغځول شي نو ښايي چې ډېر شمير خلك په كې ګډون ونه كړي.