د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

د ایران پارلمان نوې کابینې ته رایې ورکړې


د ایران پارلمان نن د جمهورریس محمود احمدي نژاد د وړاندیز شویو یویشت وزیرانو، اتلسو ته د باور رایې ورکړې.

د ایران پارلمان نن د جمهورریس محمود احمدي نژاد د وړاندیز شویو یویشت وزیرانو، اتلسو ته د باور رایې ورکړې.

محمود احمدي نژاد په پارلمان کې د هغه د کابینې غړیو ته درایې ورکولو د بهیر د مخه د وینا په ترڅ کې وویل:


(( د وروستیو څلورو پنځو ورځو صحنه ښیي چې په ایران کې دموکراسي حقیقی ده.
دا حقیقتا د خلکو نظردی، د خلکو د استازیو او د خلکو له رایو څخه راپورته شوی نظر دی. د خدای په فضل موږ ولیدل چی د پارلمان او دولت ترمینځ اړیکه یوه بشپړه صمیمی اړیکه ده.))


وکیلانو په قاطع اکثریت سره د احمدی نژاد له خوا غوره کړای شوی د دفاع وزیر احمد وحیدی ته د اعتماد رایه ورکړه خو دری نور کاندیدان یې رد کړل.

وحیدی چی له ۲۹۰ رایو څخه یی ۲۶۷ رایی خپلی کړی، په ارجنټاین کې په ۱۹۹۴ کال کې د بونس ایريس د یهودانو په مرکز کی په بمي حملې کې دلاس لرلو په تور تر تعقیب لاندې دی.

په دې حمله کې ۸۵ کسان وژل شوي وو.

په همدی حال کې پارلمان د احمدي نژاد له خوا د پوهنې او د ټولنیزو چارو وزارتونو ته نومول شویو ښځینه وزیرانو ته دعدم اعتمادرایې ورکړې. دریم رد شوی دانرژی وزیردی.
وکیلانو یوی ښځینه وزیرې ته د اعتماد رایه ورکړه. دا وزیره به چی دروغتیا د وزارت چاری سمبالوي، له ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې لومړنی ښځینه وزیره وي چې په کابینه کې شاملیږي.

د کابینی یویشت وزیرانو ته درایو ورکول، د جون د میاشتې د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته د احمدي نژاد لپاره لومړنی مهم ازمیښت هم دی.

له بلې خوا دایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د خپل هیواد د اټومي لانجمن پروګرام پرسر د خبرو لپاره ظرب الا جل او د نویو تعذیراتو ګواښ رد کړ.

احمدي نژاد وویل ایران به د سترو طاقتونو له خوا د خبرو لپاره د ظرب الاجل فشارونو ته غاړه کښینږدي.

هغه د اڅرګندونی یوه ورځ وروسته له هغی وکړی چی د نړی شپږو سترو طاقتونو له ایرانه وغوښتل چی روانه میاشت کې دې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ له دایریدو مخکې ورسره وګوري څو د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

دروسیی، چین، امریکا، فرانسې، بریتانیا او د جرمني د چارواکوتر غونډې یوه ورځ مخکې، د ایران داټومي خبرو ستر مرکه چي ویلي ووچې هیواد یې د اټومي پروګرام پرسر د خبرو د پیلیدو لپاره چمتو دی او پر نویو وړاندیزونو کار کوي.


د ایران د اپوزیسیون د مشر میر حسین موسوی یوه همکار ویلی دی چی د جون د میاشتی د ولسمشری له لانجمنو انتخاباتو وروسته په واټونو کی د قهرجنواعتراضیه مظاهرو په ترڅ کی ۷۲ تنه وژل شویدی.
علی رضا حسینی بهشتی د اګست په یولسمه ویلی وو چی په تاوتریخوالی کی ۶۹ کسان وژل شویدی.
چارواکو په تاوتریخوالی کی چی مخالفین یی د هغه مسول بللی، د ۲۶ کسانو وژنه تایید کړیده.
بهشتی داپوزیسیون له خوا د ټاکل شوی هغی کمیټی مشردی چی له انتخاباتو وروسته په مظاهرو کی د نیول شویو کسانود سرنوشت په هکله څیړنه کوی.

XS
SM
MD
LG