د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د جمهوري رياست او ولايتي شورا ګانو لپاره د كانديدانو د كمپاين دوه مياشتنۍ دوره د ځينو ستونزو سره سره په برياليتوب پاى ته ورسيده.
د دې كميسيون وياند نورمحمد نور د ازادۍ راډيو ته وويل كه څه هم د كانديدانو له خوا د كمپاين پرمهال د امنيتي ستونزو ترڅنګ له قانون څخه هم ځـيني سرغړونۍ لكه يوبل ته سپكاوۍ او د پوسټرونو شلول شامل ووخو بياهم د كمپاين بهير بريالى ترسره شوي:
"پدغه وخت کې ویلی شم چې په ښه توګه د کاندیدانوله خوا کمپاین ترسره شو په افغانستان کې خپله رسنۍ هم د کمپاين دغه مسلې ته متوجې وې.فکر کوم چې دا کمپاین ډېر بریالی و او دغه پروسه په ښه توګه ترسره شوه، اوس د خاموشۍ دوره ده او دې ته باید پوره پاملرنه وشي."
د انتخاباتو د كانديدانو كمپاين د جوزا يا غبرګولي په شپږوېشتمه د پوسټرونو په نصبولو سره د هېواد په مركز او ولايتونو كې پيل او د زمري په شپږوېشتمه پاى ته ورسيد.
په دې موده كې كانديدانو خپلو پلويانو ته خپل راتلونكي كاري پلانونه د غونډو په ترڅ كې بيان كړل او همدا رنګه كانديدانو په ميلونونو افغانۍ
د دغه غونډو په جوړولو د ډوډيو ميلمستياو او سفرونو ولګولې چې تراوسه يې د دې لګښتونو حساب نه دى وركړی.
خو خلكو هغه شان چى لازمه وه په دى كمپاين كى فعاله ونډه وانه خستله.داچى ولي، د كابل ښار يو شمېر اوسيدونكو د ازادۍ راډیوته وويل:
"زه چې دا تصویرونه ګورمه ډیر خسته شوی یم، دا په اصل کې هیڅ په درد نه خوري پردوي زه هیڅ باورنه لرم."
په دې برخه كې د چارو څيړونكي هم بېلابېل نظريات لري د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنى مرستيال محمد اشرف رسولي وايي كه څه هم دا كمپاين د ديموكراسۍ يو ښه پړاو وو خوځيني ستونزې يې هم درلودلى:
"پردې کمپاین کې ځیني مشکلات وه اول مشکل دا وه چې ځیني کاندیدان متهم شول چې د دولتي امکاناتو نه د ځان په ګټه کار اخلي او لوړرتبه چارواکو د دوي ملاتړ کاوه او دوی ته يې کمپاین کاوه چې دا ډېره ښه تجربه نه وه.
بله خبره د امنیت وه چې بعضې کاندیدانو نه شوی کولای چې ټول افغانستان کې وګرځي او خپلې تګلارې خلکوته بیان کړي."
خو د جمهوري رياست او ولايتي شورا ګانو ځيني كانديدان د دوی د كمپاينونو لپاره دوه مياشتى موده كمه ګڼلې. ځيني يې وايي دوي د نا امنيو له امله ونه شو كړى په پراخه توګه كمپاين وكړي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي انتخاباتو ته څو ساعته د پاسه يوه ورځ پاتى ده او دا كميسيون له هغو كانديدانو څخه چې تراوسه يې، د كمپاين په وخت كې د خپلو لګښتونو حسابونه كميسيون ته نه دي وركړي، جدي غوښتنه كوي چې ژر تر ژره دې خپل حسابونه د كميسيون مربوطې څانګې ته وسپاري.
سره له دې چې د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه پاى ته رسيدلي، ښايي د تيرو انتخاباتو په څير به لارو، كوڅو او واټونو كې د كانديدانو رنګين عكسونه همدا شان ځړيدلي پاتې شي.