د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د لوړو زده کړو پرستونزو ږغېږو


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ځوانانو ته د لوړو زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې په یوشمېرولایتونو کې د شپې پوهنتونونه پیل کړي اوشاوخوا درې نیم زره محصلان حاضردمه له هیواده دباندې په زده کړه بوخت دي .

خو لا هم ډېر زده کوونکي له لوړو زده کړو د دې لپاره بې برخې کېږي چې د افغانستان پوهنتونونه د زیات شمېرمحصلانو د جذبولو ظرفیت له دې سره سره نه لري چې د لوړو زده کړو وزارت په لسګونو پوهنتونونه جوړ کړي دي.

په ننني ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي د موضوع په اړه ستاسو پوښتنو ته ځوابونه وايي .

د خپرونې وخت : د افغانستان د مازدیګرله درو ترپنځو بجو
XS
SM
MD
LG