خبرونه
د سترجنرال سردار عبدالولي در جنازې مراسم په کابل کې ترسره شول
د جنازې په مراسمو كې جمهور ريس حامد كرزي ، د کابينې يو شمير غړيو او د مرحوم د كورنۍ غړيو ګډون کړى و.
سردار عبدالولي د مارشال شاه ولي خان زوى و ، چې په بيلا بيلو پوځي څوکيو کې يې د ستر جنرالۍ تر رتبې پورې يې دندې تر سره کړې دي.
سردار ولي د دوشنبې په ورځ دهند په يوۀ پوځي روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کاتولیک عیسویانو نوي مشر د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل

د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل.
د اوکراین ولسمشر د رومن کاتولیک کلیسا مشر ته سترګې په لار و چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د نژدې 39 میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.
د می په اتلسمه له زیلینسکي سره د پاپ لیو لیده کاته د هغه په رسمي توګه د دندې تر پیلولو وروسته دي. دا د پاپ له یو څو شخصي غونډو څخه یوه وه چې د پاپ په توګه د ټاکل کېدو تر مراسمو وروسته شوې.
لیو په خپله دعا کې وویل: "شهید اوکراین د یوې عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د خبرو اترو په تمه دی."
د زیلینسکي دفتر وروسته د اوکراین د مشر او پاپ عکسونه خپاره کړل. د زیلینسکي میرمن، اولینا، او د هغه د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم په دغو عکسونو کې لیدل کیږي.
په نیویارک کې د مکیسکو یوه بېړۍ له پله سره ټکر شوې ده

له بروکلین پله سره د مکسیکو د سمندري ځواکونو د روزنې د یوې کښتۍ د ټکر کېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.
د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه.
په دې پېښه کې، د بېړۍ ټولې درې ستنې، یا عمودي برخې ماتې شوې او په نتیجه کې يې په ۲۷۷ مسافرو کې ترهه خپره شوه.
دا بیړۍ د برېښنا له پرې کېدو وروسته له پله سره ټکر شوه.
د راپورونو له مخې، هیڅوک په اوبو کې نه دي لویدلي او پله ته هم جدي زیان نه دی رسیدلی.
دا بېړۍ د سې شنبې له ورځې راهیسې له منهاټنه د ایسلینډ پر لور روانه وه.
دا په متحده ایالاتو کې له یوه کاله په کمه موده کې د کښتۍ او پله ترمنځ د ټکر دوهمه مرګونې پېښه ده.
د ایران فورم غونډه د طالبانو د استازو په ګډون په تهران کې پیل شوه

د تهران د خبرو د فورم څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هیوادونو د استازو په حضور سره پیل شوه.
یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي وه چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دې ډلې د یوه پلاوي مشري کوي، د شنبې په ورځ تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې ولیدل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې وشوې.
د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو د کمښت له کبله یوازي دوه ملیونه افغانانو ته مرسته رسولای شو

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې نژدې درې میلیونه خلک سږ کال د دوبي په موسم کې د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۸مه) پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تمویل د سخت کمښت له امله، WFP یوازې له دوه ملیونه خلکو سره د لوږې له ناورینه د خلاصون لپاره مرسته کولی شي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وه چې سږ کال به د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو شمیر شاوخوا ۲۳ ملیونو ته ورسیږي.
د اتریش سندرغاړي جې جې د ضایع شوې مینې په نوم سندرې سره لومړی مقام وګاټه

د ۲۰۲۵ کال د یوروویژن سندرو په سیالۍ کې، د اتریش سندرغاړي جې جې د "ضایع شوې مینې" په نوم سندرې سره لومړی مقام وګاټه.
د دغه اتریشي - فیلیپایني هنرمند سندرې په 436 نمرو سره لومړی ځای خپل کړ. اسراییل په ۳۵۷ نمرو سره دوهم او استونیا د ۳۵۶ نمرو سره دریم مقام ترلاسه کړ.
۲۴ کلن جې جې د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل: "مینه په نړۍ کې تر ټولو پیاوړې قوه ده، راځئ چې نوره مینه خپره کړو."
د یوروویژن د سندرو ۶۹مه سیالي تېره شپه د سویس په باسل کې ترسره شوه.
یوروویژن په نړۍ کې د ژوندۍ موسیقۍ له لویو سیالیو څخه ده، چې هر کال په یوه اروپايي هیواد کې ترسره کیږي.
د یوروویژن د سندرو سیالي ۲۰۲۵ کال ۶،۵۰۰ کسانو په شخصي توګه او په لوبغالي کې ۳۶،۰۰۰ کسانو په ژوندۍ بڼه ولیدله.
د ایران قضا وايي چې د امیر تتلو د اعدام د حکم او د هغه د توبې په اړه غور کوي

د ایران قضا اعلان کړی چې د رپ د سندرغاړي امیر تَتَلوُ د اعدام حکم قطعي او د تطبیق وړ دی خو د هغه د توبې غوښتنه او د دې قضیې بیا کتنه هم تر غور لاندې دي.
د قضا ویاند غلام حسین جهانګیر پرون وویل، امیرحسین مقصودلو چې په امیر تتلو هم مشهور دی، مخکې د فساد او فحشا د هڅونې په تور په لس کاله بند محکوم شوی او اوس مهال خپله د بند موده تېروي.
تتلو همداراز دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په پنځه کاله بند محکوم شوی و، خو وروسته پرې د اعدام حکم وشو.
د ایران د قضا ویاند زیاته کړه چې سترې محکمې د اعدام حکم تایید کړی دی او د تطبیق لپاره محکمې ته اعلان شوی خو په عین حال کې به ډېرژر د تتلو د نویو غوښتنو په اړه د ارزونو نتیجه اعلان شي.
د ایران مخکښو څېرو د تتلو د عفوې غوښتنه کړې ده.
اسراییل وايي، د یمن له لوري ویشتل شوی توغندی یې شنډ کړی دی

اسراییل وايي چې د یمن له لوري یو ویشتل شوی توغندی یې شنډ کړی دی. د اسراییل پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا توغندی د حوثي وسله والې ډلې له خوا د اسراییل پر لور توغول شوی و.
د بیان له مخې د دې توغندي له توغولو سره سم د اسراییل په څو ښارونو کې د خطر زنګونه ووهل شول.
حوثي وسله والو که څه هم له متحدوایالتونو سره موافقه کړې چې پر یوبل به حملې نه کوي خو پر اسراییلو د توغندیو توغولو ته دوام ورکوي او وایي چې دا کار د غزې له فلسطیني وګړو سره د خواخوږۍ په پار کوي.
اسراییلو هم پر یمن ځوابي حملې کړې دي او په دې ترڅ کې یې د مې په شپږمه د پلازمېنې صنعا اصلي هوايي ډګر زیانمن کړ او ګڼ کسان یې ووژل.
متقي او عراقچي په ایران کې د افغان کډوالو او نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په تهران کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ولیدل.
د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې عراقچي او متقي د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، په ایران کې د دېره افغان کډوالو د وضعیت، سوداګرۍ، ترانزیت او د اوبو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
په بیان کې د ښاغلي متقي له قوله راغلي دي چې نوموړی وايي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید په تدریجي ډول او د افغانستان شرایطو ته په پام سره وي. په بیان کې دا هم راغلي دي چې ښاغلي عراقچي ژمنه کړې ده چې په ایران کې د دېره افغان کډوالو لپاره به نورې اسانتیاوې برابرې شي.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت ویلي و، چې متقي د ایران په رسمي بلنه د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته تللی دی.
ملګري ملتونه د هېواد په جنوب کې د طبیعي پېښو زیانمنو ته د زرو کورونو د جوړولو خبر ورکوي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR د افغانستان په جنوب کې د اړو کورنیو لپاره د زرو کورونو د جوړولو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د UNHCR د څانګې مشر عرفات جمال په یو ویډیويي پیغام کې چې پرون د دې ادارې پر ایکس پاڼه خپور شو وايي دا کورونه هغو خلکو ته جوړ شوي دي چې په طبیعي پېښو کې زیانمن شوي دي.
ښاغلی جمال وايي چې دا د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پیل دی او ډاډ ورکوي چې UNHCR به په راتلونکي کې نور ورته کورونه هم جوړ کړي.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ هغه سیمه په دقیق ډول نه دي ښودلې چې دا کورونه پکې جوړ شوي، خو د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د پکتیکا ولایت په ګیانې او برمل ولسوالیو کې یوې درنې زلزلې شاوخوا زر کسان ووژل او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.
د هند کلیوالې مېرمنې د "خیالي نقشو" په مرسته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره هڅه کوي

د هند د اوديشا ایالت د یوه کلي اوسېدونکو مېرمنو د “خیالي نقشو“ په نوم داسې نقشې جوړې کړې دي چې د طبیعي سرچینو کموالی ښيي.
د دې سیمې اوسېدونکي د حاصلاتو د ټولولو په کلني جشن کې د شپې د ډوډۍ لپاره کبان او مارماهي چمتو کوي خو په دې سیمه کې اوس اوس کبان، ځنګلي مېوې او نورې طبیعي سرچینې د کمېدو په حال کې دي.
د لسو کلیو اوسېدونکو مېرمنو د هغو نقشو په مرسته چې د یوې غیرحکومتي ټولنې په مرسته یې برابرې کړې دي، له ایالتي حکومت څخه د خپلو سرچینو او ځمکو د احیا لپاره مرسته ترلاسه کوي. د دوی د اټکل له مخې د دې سرچینو د بیا ژوندي کولو لپاره شاوخوا دوه میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا شته.
د اقلیم بدلون، نامنظمو بارانونو او د تودوخې لوړېدو د دې ایالت د خلکو پر ژوند ډېر ناوړه اغیز کړی دی.
دا مېرمنې که څه هم د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول خپل غږ اوچتوي خو وايي چې دې اقدام د دوی د ډاډ او باور کچه لوړه کړې ده.
د دې کلي یوه اوسېدونکې وايي چې "ځنګل یې ژوند دی، دوی هلته زېږېدلې دي او هلته مري خو ځمکه د دوی هرڅه ده."