خبرونه
د پاکستان استخباراتي چارواکو د امريکا په هوايي بمباريو کي د وژل شويوڅلورو القاعده غړو نه دري يي معرفي کړيدي.
په وژل شويو کي يو تن د القاعده شبکي د دوهم مشر ايمن ال ظواهري زوم دئ. دوهم وژل شوئ کس د بم جوړولو د چارو کارپوه ميدهت مرسي ال سيد عمر دئ چي په سر يي پنځه ميلونه ډالره انعام ايښودل شوئ و.
د مړو جسدونه تر اوسه ندي تر لاسه شوي. د تيري اوونۍ په بمباريو کي د پاکستان د شمال لويديځ ايالت د باجوړ د دمه دولا کلي کي د القاعده مشرانو د ناستي ځاي په نښه شوئ و. په هوايي حملي کي د کلي ١٨ اوسيدونکي هم مړه شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ د بګرام د بیا نیولو خبره بیا وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې هڅه کوي د افغانستان د بګرام اډې کنټرول بیرته ترلاسه کړي.
ډونالډ ټرمپ د برتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که چیرې د هغه د لومړۍ دورې په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ترسره شوي وای، نو هغه به بګرام له لاسه نه وای ورکړی.
ټرمپ زیاته کړه "موږ بګرام، چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه دی، وړیا دوی (طالبانو) ته وسپاره."
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل: "موږ هڅه کوو چې دا بیرته ونیسو ځکه چې دوی (طالبان) له موږ څخه ځینو شیانو ته ضرورت لري."
ټرمپ تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو ده د سپتمبر په اتلسمه دا هم وویل: "یو له هغو دلیلونو څخه چې موږ بګرام غواړو دا دی چې دا له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي."
امریکایي سرتیري د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دوې اونۍ وروسته په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل چې طالبانو بیاځلي کابل ونیو.
د روغتیا نړیوال سازمان؛ د غزې په ښار کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو له کبله روغتونونه له منځه تللي دي

د روغتیا نړیوال سازمان د غزې په شمال کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو له کبله ډېری روغتونونه د له منځه تلو په حال کې دي.
د WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د غزې شمال ته د اسراییلو د پوځ د ننوتو او د خلکو د راوتو له کبله د کورنیو کډوالو یوه نوې څپه رامنځ ته شوې ده او په نتیجه کې یې جګړه ځپلې کورنۍ په ډېره کوچنۍ ساحه کې چې د نوموړي په وینا له انساني کرامت سره نه ښايي راټولې شوې دي.
ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې د غزې روغتیايي مرکزونه د سقوط په حال کې دي او د روغتیا نړیوال سازمان د ناامنۍ د پراخېدو له کبله نه شي کولای خلکو ته د ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي.
د غزې په ښاري ناحیو کې د اسراییلو پوځي عملیات نن د دریمې ورځې لپاره هم روان دي.
د سعودي او پاکستان د دفاعي موافقې له مخې پر یوه هېواد برید به پر دوهم هېواد برید وګڼل شي

سعودي عربستان او پاکستان په خپلو کې دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، له سعودي عربستان سره د دفاعي موافقې له مخې پر هر لوري چې حمله وشي، دوهم هېواد به یې پر ځان حمله وګڼي.
دا دفاعي تړون داسې مهال لاسلیکېږي چې پاکستان یوازې څو میاشتې مخکې له خپل اټومي سیال هند سره لنډه جګړه وکړه.
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې هند له دې پرمختګ څخه خبر دی او خپل امنیت او د سیمې ثبات ته د دې پرمختګ عواقب څېړي.
په داسې حال کې چې په سیمه کې ناامني پراخه شوې ده دا اقدام به د ریاض او اسلام آباد ترمنځ د څو لسیزو همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
په بلوچستان کې د وسلوالو برید کې ۱ سرتېری وژل شوی ۶ ژوبل دي

د بلوچستان چارواکي وايي په شیراني سیمه کې د لیویز ځواک او پولیسو په دوو تاڼو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د شیراني مرستیال (ډېپټي) کمېشنر حضرت ولي کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د شیراني په میرعلي خېل سیمه کې وسلوالو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. د نوموړي په وینا وسلوالو د لیویز ځواک یو سرتېری هم له ځانه سره بېولی او وسله یې هم وړې ده.
د تازه بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې. په یاده سیمه کې تر دې وړاندې د ترسره شویو ورته مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.
امریکایي چارواکی: د حماس پرمشرانو اسراییل په برید کې له سره سمندرګي څخه بالستیک توغندي توغولي و

د امریکا یوپوځي چارواکی وایي چې د اسراییل جنګي جټ الوتکو تیره اونۍ په قطرکې د حماس پرمشرانو په برید کې له سره سمندرګي څخه بالسټیک میزایل توغولي و. د سپټمبرپه نهمه په دغه برید کې چې د قطرپه پلازمینه دوحه کې وشو، شپږ تنه ووژل شول چې پنځه یې د سخت دریځې حماس ډلې غړي و. دغه برید هغه مهال وشوچې د حماس مشران په دوحه کې په غزه کې د جګړې د بندیدو په هدف د خبرو لپاره راټول شوي و. د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې متحدو ایالتونو خپل نژدې متحد قطرته د دغه برید په اړه خبر ورکړی وخو په دوحه کې چارواکو وویل چې دغه خبرداری له برید وروسته ورکړل شوی و. د اسراییل یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې شاوخوا لس جنګي جټ الوتکو په دغه برید کې برخه اخیستې او شاوخوا لس میزایل یې توغولي دي. اسراییل د دغه برید د جزیاتو چې هغه په څه ډول شوی او پکې له کومو وسلو کاراخیستل شوی و، رسمي څرګندوني ندي کړي.
امریکا په عراق کې د ایران ملاتړې نورې ډلې ترویستي ډلې وبللې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په عراق کې له ایران سره تړلې د ملیشو څلور ډلې د ترویستي ډلو په توګه وپیژندلې. دې وزارت په یوه بیان کې وویل چې د (حرکت النُجَباء)، (کتائب سیدالشهداء)، (حرکت انصارالله) او (کتائب امام علی) ډلې د متحدو ایالتونوله لوري د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامل شوي دي.
په بیان کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چاو وزیر مارکو روبیو له قوله ویل شوي چې وایي، له ایران سره تړلو دغو ډلو په بغداد کې د امریکا پرسفارت او د امریکایي او ایتلافي ځواکونو پراډو په بریدونو کې لاس درلود خو د دې لپاره چې په دې بریدونو کې خپله ښکیلتیا پټه کړي، له نورو نیابتي ډلو یا نورو نومونو یې کاراخیستی.
د کرکټ ننۍ لوبه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د آسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې له سریلانکا سره مسابقه وکړي. دا لوبه د افغانستان د ټیم لپاره برخلیک ټاکونکې ده. که یې وګټي نیمه پایلوبې ته وځي او که یې وبایلله له دې جامه وځي.
تر دې مخکې، افغانستان په دې جام کې خپله دویمه لوبه د بنګله دیش په وړاندې د اتو منډو په توپیر وبایلله.
افغانستان په اسیايي جام کې په ( ب) ګروپ کې د بنګله دیش ترڅنګ له هانګ کانګ او سریلانکا سره یوځای شوی دی.
پرون د دې جام لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشوه، چې پاکستان لوبه د ۴۱ منډو په توپیر وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د دې جام فاینل لوبه به د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.
د زلزلې له زیانمنو شویو سره د بریتانیا نوې مرسته

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارد لینزي وایي چې هیواد یې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د ۳ ملیون پونډو چې څه باندې څلورملیون ډالره کیږي، اضافي مرسته کوي. ښاغلي لینزي د نوې مرستې دغه اعلان د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې وکړ. د نوموړي په خبره دغه مرستې به چې له ښځو او نجونو سره کیږي، پکې روغتیایي خدمات، د پاکو اوبورسولو، سرپناه او روغتیایي حیاتي بستې شامل دي.
د اګسټ د ۳۱ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۱ ثبت شوی، د طالب چارواکو په وینا له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه کړی او نژدې ۴ زره یې ټپیان کړي دي.
ملګروملتونو د افغانستان په ختیځ په تیره بیا کونړ کې د زیانمنو شویو وضعیت ډیرخراب بللی او د هغو د لاسنیوي لپاره یې د ۱۳۹ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
روزا اوتونبایووا: د افغانستان وضعیت لاهم خراب دی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما د دفتر مشره روزا اوتونبایووا وایي، په داسې حال کې چې افغانستان واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته د شخړو د نسبي کمیدو شاهد دی خو د دې په خبره په دې هیواد کې بشري وضعیت، اقتصادي او د بشري حقوقو وضعیت د پام وړخراب شوی دی. د ملګروملتونو د خبري سایټ UN News د چهارشنبې د ورځې د راپورله مخې میرمن اوتونبایووا دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته وکړې.
هغې ټینګار وکړچې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارې بیخي واضح دي او د دوی د همدې سختو تګلارو او محدودیتونو له امله یو نسل له جدي خطرسره مخامخ دی. د دې په ټکو دغه وضعیت کولای شي اوږدمهاله ډیرزیانونه دې هیواد ته واړوي. UN Newsد نړیوال بانک په حواله وایي چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرزده کړو بندیز په کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱،۴ ملیارډ ډالره اقتصادي زیان رسوي.
د طالبانو د واکمنۍ څه باندې څلورکاله پوره شوي خو پرښځو او نجونو د سختو محدودیتونو او د بشري حقونو د ځینو نورو سرغړونو په خاطریې حکومت تراوسه نړیوال مشروعیت ندی خپل کړی.
یونیسف: څلورکاله کیږي چې افغان نجونې له ثانوني زده کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، وايي چې نن څلور کاله کیږي چې افغان نجونې له ثانوي زده کړو څخه محرومې شوې دي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیارسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کونکو پرمخ تړلي.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۷مه، پرایکس پاڼه لیکلي چې زده کړې د بشراساسي حق دی.
دې ادارې وویل چې دوی به د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې، یونسکو په همکارۍ په افغانستان کې د هرې نجلۍ د ملاتړ لپاره هره ممکنه هڅه وکړي چې دوی له لومړني ښوونځي څخه ترمنځني ښوونځي او ورهاخوا ښوونځي ته لاړې شي.