د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۰

سلګونه خلک د کیت میډیلیټن سره د بریتانیا د شهزاده ویلیام د واده مراسم ګوري


د کیت میډیلیټن سره د بریتانیا د شهزاده ویلیام د واده مراسم
د کیت میډیلیټن سره د بریتانیا د شهزاده ویلیام د واده مراسم
سلګونو زره کسان نن په لندن کې راټولیږي چې له کیت میډیلیټن سره د بریتانیا د شهزاده ویلیام د واده مراسم له نژدې وویني.

د بریاتنیا د سلطنت چارواکي وایي، اته ویشت کلن شهزاده ویلیم به له نه ویشت کلنې میډیلیټن سره د واده په دغو مراسمو کې چې په ویستمینسټیر اببي کې ترسره کیږي، د بریتانیا د ایرلندي ځمکنیو ځواکونو سور یونوفورم واغوندي.

بریتانوي چارواکو د امنیتي ځواکونو زرګونه یونوفورم لرونکي او خفیه غړي ګمارلي څو د بکینګهام او ویستمینستر په لاره د ددغې جوړې د تګ بهیر خوندي کړي.

ویلیام، چې موریې دیانا په ۱۹۹۷ کال کې په پاریس کې په یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوې، د سلطنت د تاج دوهم وارث دی.

د نړۍ له مختلفو برخو د شاهي کورنیو غړېو او نورو میلمنو ته چې په هغو کې وتلی سندرغاړی ایلتن جن او فوتبالر ډیوید بکهم او د هغه میرمن ویکتوریاهم شامل دي، د وادوه په دغو مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG