د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۱

خبرونه

د امریکا یوې محکمې سناتور یوسف نورستاني د "عامه شتمنۍ په غلا" مجرم پېژندلی

د امریکا عدلي ادارو ویلي چې ښاغلي نورستاني په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د امریکا عدلي ادارو ویلي چې ښاغلي نورستاني په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی دی.

نورستاني د امریکا په جنوبي کلیفورنیا کې د ټولنیزې هوساینې یوې ادارې ته دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

نوموړی په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې و او دولتي دنده یې درلوده، د امریکا فدرالې ادارې ته د خپل کار او سفر په اړه دروغ ویلي او د ټولنیزې هوساینې له ادارې یې مالي امتیازات ترلاسه کړي دي.

نورستاني په افغانستان کې خپل کاري عواید او سفر د امریکا له حکومت څخه پټ کړي.

د امریکا عدلیې ادارو ویلي چې ښاغلي نورستاني په محکمه کې له عامه شتمنۍ د غلا په جرم اعتراف کړی دی.

د کلیفورنیا محکمه به د راتلونکي کال په مارچ کې د افغانستان ددغه انتصابي سناتور په اړه خپل حکم وکړي.

د عدلیې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې د عامه شتمنۍ د غلا په جرم یو څوک کېدای شي تر لسو کلونو زنداني او ۲۵۰ زره ډالر جریمه شي.

کابل کې د امریکا سفارت پر خپل ټویټر لیکلي چې فساد هېڅ پوله نه پېژني، هرڅوک چې په هر هېواد کې له صلاحیت څخه په ناوړه استفادې عمومي باور نقض کړي، باید عدالت ته راکاږل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د افغانستان د پراختیا اړوند پر ایران ځینې معافیتونه لغوه کړل

ایران - چابهار
ایران - چابهار

د امریکا متحده ایالتونو پر ایران هغه معافیتونه لغوه کړل چې د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د مرستې لپاره یې دغه هېواد سره منلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د معافیت لغوه کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د رژیم د ګوښه کولو لپاره د اعظمي فشار پالیسۍ یوه برخه ده او د سپتمبر له ۲۹مې نافذیږي.

د بیان له مخې، دا معافیتونه په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د ازادۍ او د وسلو د وېش د مخنیوي د قانون په اساس صادر شوي وو ترڅو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا کې مرسته وکړي.

په دې کې ویل شوي چې د معافیت لغوه کیدو وروسته، هغه اشخاص چې په چابهار بندر کې فعالیت کوي یا په IFCA کې یاد شویو نورو فعالیتونو ښکیل دي ممکن د قانون له مخې له بندیزونو سره مخ شي.

د امریکا د معافیتونو په اساس ایران ته اجازه ورکړل شوې وه چې د چابهار په څېر پراختیايي پروژو کې چې افغانستان ته یې هم ګټه رسیږي فعالیت وکړي.

د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د ډزو له کبله ۳ پولیس وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

د امریکا د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د هغو پنځو پولیسو له ډلې چې ډزې پرې شوې وې، ۳ تنه وژل شوي دي.

رویټرز لیکلي چې پر دغو پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوه ۲۴ کلن کس ډزې کړې وې چې بریدکوونکی هم د پولیسو له خوا ووژل شو.

پیښه د فیلادلفیا لویدیځ ته په ۱۶۰ کیلومتري واټن کې د شمالي یورک د یوې کروندې په جونګړه کې رامنځته شوې ده.

دغه سیمه ۷ میاشتې وړاندې هم د پولیسو پر یوه افسر د ډزو شاهده وه.

امنیت شورا نن پر ایران د ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، ارشیف
د ملګرو ملتونو امنیت شورا، ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه ( د سنبلې ۲۸مه) د ایران د مخ پر ودې اټومي سیستم له کبله پر دغه هېواد د نورو ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون لاسلیکوونکي بریتانیا، فرانسه او جرمني ادعا کوي چې ایران په تړون کې کړیو ژمنو ته ژمن نه دی پاته شوی.

د ایران او نړۍ د قدرتونو اټومي تړون وروسته له هغه ستونزو سره مخامخ شو چې ۲۰۱۸ کال کې امریکا د تړون له اډانې ووته.

لویدیځ هېوادونه او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې اټومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.

قطر ته د ۳ زره مسلکي کارګرو د لیږلو په موخه د نوم لیکنې لړۍ پای ته ورسېده

افغان کارګران
افغان کارګران

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه.

دغه وزارت پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا څلویښت زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي.

قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې بیکاري د افغان ځوانانو یو لوی رنځ دی او لا یې هم اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.

طالبانو د ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې د ښځو په وړاندې اقدامات یې (احمقانه) بللي

PAKISTAN-AFGHANISTAN/REFUGEES
PAKISTAN-AFGHANISTAN/REFUGEES

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې اقدامات " احمقانه" بللي و.

ګوتیریش د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي" هغه څه چې افغانستان کې روان دي، نه یوازې دا چې د منلو نه دي، بلکه احمقانه دي".

ګوتیریش دغه څرګندونې د مرستې رسونې په چارو کې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو له خوا تازه لګول شوي بندیز ته په اشارې کړې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېرماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې" د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي".

یوناما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې افغان ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او په خبره یې دا کار د طالبانو له پخوانۍ ژمنې سره په ټکر کې دی.

د افغانستان کریکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپل سفر په ( ناهیلۍ) سره پای ته ورسوه

سږنی اسیا کپ
سږنی اسیا کپ

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د سریلانکا په وړاندې له بیګنۍ ماتې وروسته د اسیا له سږني جامه حذف شوه.

د تیرې شپې په لوبه کې افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ، خو سریلانکا دغه هدف په نولسم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو یې لوبه وګټله.

د افغانستان کریکټ بورد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي " په ناهیلۍ سره د اسیا د ۲۰۲۵ کال د جام سفر پای ته ورسېد."

د اسیا جام په ( بي ګروپ) کې چې افغانستان یې غړی و، دا مهال سریلانکا او بنګله دیش د غوره څلورو لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه او په ( اې ګروپ) کې بیا هند او پاکستان د جدول په سر کې دي.

افغانستان په دې جام کې په لومړۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماته ورکړه، خو دویمه لوبه یې بنګله دیش او دریمه هغه یې سریلانکا ته بایلوده.

ولسمشر ټرمپ د بګرام د بیا نیولو خبره بیا وکړه

ولسمشر ټرمپ او د بریتانیا صدراعظم سټارمر- د سپتمبر-۱۸-۲۰۲۵
ولسمشر ټرمپ او د بریتانیا صدراعظم سټارمر- د سپتمبر-۱۸-۲۰۲۵

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې هڅه کوي د افغانستان د بګرام اډې کنټرول بیرته ترلاسه کړي.

ډونالډ ټرمپ د برتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که چیرې د هغه د لومړۍ دورې په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ترسره شوي وای، نو هغه به بګرام له لاسه نه وای ورکړی.

ټرمپ زیاته کړه "موږ بګرام، چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه دی، وړیا دوی (طالبانو) ته وسپاره."

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل: "موږ هڅه کوو چې دا بیرته ونیسو ځکه چې دوی (طالبان) له موږ څخه ځینو شیانو ته ضرورت لري."

ټرمپ تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو ده د سپتمبر په اتلسمه دا هم وویل: "یو له هغو دلیلونو څخه چې موږ بګرام غواړو دا دی چې دا له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي."

امریکایي سرتیري د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دوې اونۍ وروسته په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل چې طالبانو بیاځلي کابل ونیو.

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د غزې په ښار کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو له کبله روغتونونه له منځه تللي دي

د روغتیا د نړیوال سازمان WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس
د روغتیا د نړیوال سازمان WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس

د روغتیا نړیوال سازمان د غزې په شمال کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو له کبله ډېری روغتونونه د له منځه تلو په حال کې دي.

د WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د غزې شمال ته د اسراییلو د پوځ د ننوتو او د خلکو د راوتو له کبله د کورنیو کډوالو یوه نوې څپه رامنځ ته شوې ده او په نتیجه کې یې جګړه ځپلې کورنۍ په ډېره کوچنۍ ساحه کې چې د نوموړي په وینا له انساني کرامت سره نه ښايي راټولې شوې دي.

ګیبریسیوس خبرداری ورکړ چې د غزې روغتیايي مرکزونه د سقوط په حال کې دي او د روغتیا نړیوال سازمان د ناامنۍ د پراخېدو له کبله نه شي کولای خلکو ته د ژوند ژغورونکې مرستې ورسوي.

د غزې په ښاري ناحیو کې د اسراییلو پوځي عملیات نن د دریمې ورځې لپاره هم روان دي.

د سعودي او پاکستان د دفاعي موافقې له مخې پر یوه هېواد برید به پر دوهم هېواد برید وګڼل شي

سعودي ولیعهد او د پاکستان صدراعظم د دوه اړخیزې دفاعي موافقې له لاسلیک وروسته
سعودي ولیعهد او د پاکستان صدراعظم د دوه اړخیزې دفاعي موافقې له لاسلیک وروسته

سعودي عربستان او پاکستان په خپلو کې دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، له سعودي عربستان سره د دفاعي موافقې له مخې پر هر لوري چې حمله وشي، دوهم هېواد به یې پر ځان حمله وګڼي.

دا دفاعي تړون داسې مهال لاسلیکېږي چې پاکستان یوازې څو میاشتې مخکې له خپل اټومي سیال هند سره لنډه جګړه وکړه.

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې هند له دې پرمختګ څخه خبر دی او خپل امنیت او د سیمې ثبات ته د دې پرمختګ عواقب څېړي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې ناامني پراخه شوې ده دا اقدام به د ریاض او اسلام آباد ترمنځ د څو لسیزو همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

په بلوچستان کې د وسلوالو برید کې ۱ سرتېری وژل شوی ۶ ژوبل دي

د بلوچستان چارواکي وايي په شیراني سیمه کې د لیویز ځواک او پولیسو په دوو تاڼو بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د شیراني مرستیال (ډېپټي) کمېشنر حضرت ولي کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه د شیراني په میرعلي خېل سیمه کې وسلوالو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. د نوموړي په وینا وسلوالو د لیویز ځواک یو سرتېری هم له ځانه سره بېولی او وسله یې هم وړې ده.

د تازه بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې. په یاده سیمه کې تر دې وړاندې د ترسره شویو ورته مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG