لینک‌های قابل دسترسی

خبر تازه
جمعه ۱۳ ميزان ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

متن کامل سخنرانی حامد کرزی رییس جمهور افغانستان در مراسم افتتاح ولسی جرگهء جدید


بسم الله الرحمن الرحیم
و به نستعین

د ولسي جرګې موقت رئيس؛
د مشرانو جرگې مشر جناب حضرت صاحب؛
د جمهوري رياست محترمو مرستيالانو؛
فضيلت ماّب قاضي القضات او د سترې محكمې محترمو غړو؛
د افغانستان د ملي شورى درنو غړو؛
د كابينې محترمو وزيرانو؛
په كابل كې ددوستو هيوادونودرنو نماينده گانو؛
د رسنيو محترمو استازو؛
خويندو، وروڼو، ميرمنو او ښاغليو!
السلام عليكم و رحمه الله و بركاته،
خوش كيلدنگ
پنځه كاله د مخه مې له ديرش كلن ناورين او برباديو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت لومړنۍ ملي شورى د څښتن تعالى په اراده او استعانت په همدې تالاركې افتتاح كړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لومړنۍ ملي شورى افتتاح زموږ دخلكو د نيكمرغۍ، سوكالۍ او د سولې او ثبات د تامين له ډيرو سترو اميدونو او اّرمانونو سره مله وه چې موږ يې لا د تحقق لپاره تلاښ كوو. په واقعيت كې تير پنځه كلونه د اّرمانونو او هيلو د پوره كيدو او ورسره له ستونزو، مصيبتونو او مشكلاتو ډك كلونه وو، خو هغه څه چې زموږ د هيلو او اميدونو د تداوم او پياوړتيا باعث كيږي، په الهي الطافو او د افغانستان د خلكو په نه ماتيدونکې اراده زموږ ټینګ باور دى. زموږ ولس دخپلې آّزادۍ او استقلال د ساتنې لپاره هره ورځې قربانى وركوي ؛ دا قربانۍ د تل پاتې افغانستان د بقا لپاره يو ستر دليل او معتبر سند دى.
دلته غواړم د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسي جرګې د دوييمې دورې د انتخاباتو له امله د افغانستان پياوړي ملت ته مباركي وركړم. د افغانستان له امنيتي ارگانونو او نړيوالو قواوو مننه وكړم چې يې د انتخاباتو د امنيت د تامين لپاره زيار گاللى دى.
د افغانستان خلكو ته د خدمت په لاره كې ستاسو محترمو وكيلانو برى غواړم او هيله لرم چې د اساسي قانون د احكامو په رڼا كې، د افغانستان د دولت درې گونې قواوې د خپلو خلكو اړتياوو او هيلو ته په پاملرنه په بشپړه همآّهنگۍ د يو با ثباته او قانونمند افغانستان د لاپياوړي كيدو لپاره ګډې هڅې او هلې ځلې وكړي.
نماينده گان محترم مردم !
ده سال پيش زمانيكه ما اين سفر دشوار و پُر از خطر را آغاز كرديم، يك كشور ويران را به ميراث گرفتيم. نهادهاى دولتى، اقتصاد ملى، نهادهاى تعليمى و تربيتى ما كاملاً ويران بودند. اردوى نيرومند كشور ما به فرمان بيگانه گان و به دست وابسته گان آنها كاملاً نابود شده بود، هزاران تن ازمردم شهيد و مليونهاى ديگر آوارهء خانهء خود و يا سرزمين هاى بيگانه بودند. بيشتر افراد تحصيل كرده كشور يا كشته شده و يا اينكه از ديار رانده شده بودند.عرصهء وطن ما، ميدان تاخت و تاز دشمنان و پهنهء افغانستان ما، يك ماتمسرا بود.
در چنين شرايطى و در چنين كشورى، مردم افغانستان تلاش كردند تا سرنوشت شان را خود به دست بگيرند و نهادهاى دولتى و قانونى كشور را از نو طرح كنند. تصويب قانون اساسى، دوبار برگزارى انتخابات رياست جمهورى و شوراى ملى در كشورى كه بيشتر از سى سال است ميدان جنگ هاى خونين است، كار آسانى نيست. ما مى دانيم تا رسيدن به يك مردم سالارى شايسته، راه درازى در پيش است. ما در خصوص برگزارى انتخابات، حراست از آراى مردم، جلوگيرى از سؤاستفاده و جلوگيرى از مداخلات بيگانه گان، دچار مشكلات جدى بوده ايم. كوشش صورت گرفت تا انتخابات رياست جمهورى گذشته كشور نا مشروع جلوه داده شود، از همين رو، مرحلهء دوم انتخابات برگزار نگرديد. انتخابات اخير ولسى جرگه ما همراه شد با بحرانهاى مشروعيت و ناروشنى ها و مداخلاتى كه موجب نگرانى بسيارى از شهروندان افغانستان گرديده است. پرسش اصلى اين است كه كدام نيروها خواهان آنند تا نظام جوان ما را دچار بحران مشروعيت نموده و قواى سه گانه كشور ما را در تقابل با يكديگر قرار دهند.
ما بايد با حساسيت بى مانندى به اين مسايل برخورد نمائيم و نگذاريم خواب هاى وحشتناكى را كه براى ما ديده اند به واقعيت مبدل شود. گرفتن مسووليت و برخورد همراه با حساسيت وطن دوستانه بايد پاسخ به دشمنان اين آب و خاك باشد. از اين رو، از اين به بعد بايد همه روند هاى دولت دارى و از جمله انتخابات را افغانى نمايم. بدون شك برگزارى انتخابات افغانستان، توسط افغان ها، شفافتر و كم مصرف تر و به سود قِوام مردم سالارى در كشور ما خواهد بود. در انتخابات گذشته پارلمانى به قول سازمان ملل متحد، 140 مليون دالر مصرف گرديده است. بر اين اساس يكى از غريب ترين كشورهاى دنيا، گران ترين انتخابات دنيا را داشته است. در اين مورد سوال هاى زيادى است كه ما بايد پاسخ بگوئيم و به مداخله خارجى و ناروشنى ها پايان بدهيم.
نهادينه ساختن دموكراسى و ارتقاى آن به فرهنگ و باور سياسى، بدون شك كه تلاش هاى زياد و شكيبايى از ما مى طلبد. بسيارى از كشورهاى جهان كه امروز به يك مردم سالارى پايدار رسيده اند مراحل بسيار بحرانى را از سر گذشتانده اند. افغانستان نيز در اين راه بايد تجربه خود را بياندوزد، بياموزد و مردم سالارى را بر واقعيت كشور ما تطبيق كند. بايد با حساسيت به آرزوهاى مردم توجه داشت. مردم افغانستان نشان دادند كه خواهان مردم سالارى اند به همين دليل هم زنان و مردان زيادى، على رغم تهديدها و خطرات جدى، در رأيگيرى شركت كردند و از مردم سالارى حمايت كردند. ما بايد به قربانى هاى مردم ارج بگذاريم و از آراى مردم حراست نموده، در جهت تحقق آرزوهاى آنها مجدانه تلاش نمائيم.
نماينده گان محترم مردم !
افغانستان ده سال پس از سقوط طالبان هنوز هم در آتش جنگ مى سوزد. تنها در سال گذشتهء ميلادى در حدود ده هزار نفر در اين كشور كشته شده اند. زنان، مردان، علما، بزرگان قومى، روشنفكران، افراد ملكى، سربازان و افسران قواى امنيتى كشور، و بسيارى ديگر در راه تأمين امنيت جان باخته اند. در اينجا به بارگاه خداوند متعال (ج) دعا مى كنيم تا بهشت برين را بر شهداى ملت ما ارزانى فرموده، به معلولان و مجروحان شفاى عاجل عنايت فرمايد. براى خانواده هاى شهداء صبر جميل آرزو دارم.
آقاى رئيس، سناتوران و نماينده گان محترم مردم!
من بر اين باورم كه ما امروز به يك نقطه عطف در رابطه با تحولات ده سال اخير رسيده ايم. توافق افغانستان با جامعه جهانى در كنفرانس كابل و ليزبن، درمورد انتقال مسؤوليت عام و تام به افغان ها، فرصت تاريخى است كه ما با اجراى آن به تحقق عام و تام حاكميت ملى افغانستان خواهيم پرداخت. تا چهار سال ديگر بايد، تأمين امنيت كشور خود را بر عهده بگيريم و روند پايان دادن به موجوديت ساختارهاى موازى را سرعت بخشيم. تأمين امنيت عامه در افغانستان هميشه كار دولت ها بوده است. افغانستان به خصوصى سازى امنيت و موجوديت شركت هاى امنيتى با قاطعيت پايان خواهد داد. موجوديت پى آر تى ها و برخى دفترهاى غيرلازم نهادهاى بين المللى در كشور ما، مانع جدى در راه روند دولت سازى مى باشند. ما بايد قدم به قدم ولى مصمم به اين ساختارهاى موازى پايان دهيم. همه چيز بايد زير رهبرى افغانها قرار بگيرد و زنده گى سياسى و اجتماعى ما در پرتو قانون به حالت نورمال برگردد. افغانستان بايد صاحب حاكميت ملى بدون قيد و شرط بشود.
تحقق حاكميت ملى وقتى معنى دار مى شود كه ما خود از تماميت ارضى سرزمين خود دفاع نموده با تهديدات تروريستى مقابله كنيم و با توسل به قانون و نيروهاى قانونى كشور، دولت قانون را در سراسر كشور عملى كنيم. ما بايد مسؤوليت تأمين امنيت، دولت دارى و تحقق پروژه هاى توسعه اى را تا چار سال آينده خود بر عهده بگيريم و با جديت تمام به اين كار توجه داشته باشيم و در اين راستا هيچ فروگذاشتى قابل توجيه نمى باشد.
د ولسي جرگې او مشرانو جرگې درنو غړيو!
اقتصادي او اجتماعي پرمختيا او د يو ولسواك او عادلانه نظام تحقق د سولې له تامينه پرته امكان نه لري او سولې ته رسيدنگ هم يوازې د جنگ له لارې نه كيږي.
د هيواد د ملي شخصيت جناب حضرت صاحب تر مشرۍ لاندې (د سولې د تحكيم كميسيون) د مخالفانو د جذب او پخلاينې په لاره كې ډيرې مثمرې برياوې درلودې. د سولې د تامين او د پخلاينې د بهير په چټكتيا د جناب حضرت صاحب مخلصانه هلې ځلې د ډیرې ستاينې او مننې وړ دي.
د سولې مشورتي جرگې موږ ته توصيه وكړه چې له طالبانو او نورو ټولو مخالفينو سره د خبرو او روغې جوړې له لارې يو تفاهم ته سره ورسيږو او په هره ممكنه وسيله چې كيږي روانو بدبختيو او جنگ ته خاتمه وركړو. د هيواد د فاضل او خيرخواه شخصيت استاد برهان الدين رباني په مشري د سولې عالي شورى جوړه سوه او سولې ته د رسيدو لپاره به فعاله توگه هلې ځلې كوي.
زه يو ځل بيا له دې تالاره پر ټولو هغو افغانانو- چې وسله په لاس او د خپل هيواد په وړاندې جنگيږي- ږغ كوم او بلنه ورته وركوم چې جنگ پريږدي او د روغې جوړې له روان بهير سره ملگري سي. د افغانستان حكومت ځان مكلف بولي چې تر هر څه دمخه د سولې د تحقق لپاره خپلې هڅې منسجمې، پياوړې او ګړندۍ كړي.
موږ ځان مكلف بولو چې خپل هيواد ته سوله راولو او جنگ څومره ژر چې كيږي پاى ته ورسوو. له تروريزم سره دې هغه ځای مبارزه وسي چې يې ریښې او ځالې یې هوري دي. دا جنگ زموږ په كلو كې نه دى او نه هم دلته كاميابيداى سي.
محترمو خويندو او وروڼو !
يوويشتمه پيړۍ موږ افغانانو ته خاصه معنى لري. په ډيرو دلايلو يو ځل بيا زموږ هيواد د معاصرې نړۍ د جيوپولتيكي كړكيچ او سياليو په يوه مركز بدل سوى دى. له يوې خوا زموږ هيواد او دسيميگ نور هيوادونه له خطرونو سره مخ دي او له بلې خوا يو ستر تاريخي فرصت لرو چې استفاده ځینې وكړو. له دې ستر تاريخي فرصت څخه استفاده، د افغانستان د خلكو د ملي ارادې له تبلور او په سيمه كې ديوه قوي او ځواكمن حضور له امكان سره مستقيمه رابطه لري. پياوړى اوځواكمن حضور د ملي حاكميت د تحقق، د هيواد له امنيت او استقلال څخه د دفاع د توان له درلودو پرته ناممكن ايسي.
د سيمې له هيوادونو سره نزديكت موږ ته ستراتيژيك اهميت لري. په همدې بنسټ افغانستان د سارك او ايكو په سازمانونو كې فعال حضور لري. موږ غواړو چې د شانگهاى د منطقه يى همكاريو په سازمان كې هم د ناظر په توگه حضور ولرو.
زموږ غوندې هيوادونه چې يې استقلال او امنيت له جدي گواښونو او تهديدونو سره مخامخ وي. له دوو لارو كولاى سي له خپل استقلال، زمكنۍ بشپړتيا او خپل امنيت څخه دفاع وكړي. يو داچې د خپلو ملي ظرفيتونو او امكاناتوپه وسيله خطرونه دفع كړي او بل داچې د خطرونو او تهديدونو جديت ته په پاملرنه، دخپلې دفاع لپاره له دفاعي تړونونو او اتحاديو سره يو ځاى سي.
په همدې بنا دامريكا متحده ايالاتو او افغانستان د يو اوږد مهالي دفاعي سياست د تدوين په لټه كې دي.
په واقع بينۍ او بشپړ استقلال، ملي ګټو ته په پاملرنه، د نړۍ او سيمې له موجودو واقعيتونو سره سم د افغانستان او امريكې د متحده ايالاتوترمنځ خبرې جاري دي. له دې لارې دواړه هيوادونه كولاى سي د ملي او منطقه يى ثبات او امنيت په تامين كې څرګنده ونډه ولري. دا ستراتيژيك روابط بايد په دفاعي، امنيتي او اقتصادي حوزو كې الزامي او اوږد مهالي وي او په دې كې د افغانستان ګټې او دفاعي قوت تضمين سي.
په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو او ناټو د قانونمند حضور د حدودو ټاکل زموږ له اساسي اهدافو څخه شميرل كيږي چې انشاء الله ددې تقنيني دورې تر پايه به دغه هدف ته ورسيږو.
موږ د لزبن په كنفرانس كې يو ځل بيا له ناتو سره د اوږد مهالې همكارۍ د ايجاد په برخو كې توافق ته ورسيدو. موإ غواړو چې د سوو موافقو په چوكاټ كې - هم د ټولو مسووليتونو د انتقال په دوران كې- او هم ترې وروسته، افغانستان له ناتو سره اوږدې مهالې همكاري ولري.
له اسلامي نړۍ سره د افغانستان روابط د يوې كورنۍ دغړو ترمنځ د روابطو حيثيت لري. زموږ دين، فرهنگ او تمدن د اسلامي نړۍ نه بيليدونكي اجزا دي. افغانستان د اسلامي تمدن يو ستر مركز دى، اسلام افغانستان د مسلمانو خلكو مادي او معنوى هستي جوړوي او بې له شكه چې په آّينده كې به هم همداسې وي.
له سعودي عربستان سره زموږ رابطه پر يوه خاص احترام او له حرمين الشريفين سره په عارفانه تړون ولاړه ده. د خداى كور، د عالم اسلام قبله او زموږ د پيغمبر حضرت محمد(ص) مبارك حرم ټولو په دې هيواد كې دي. موږ په افغانستان كې د سولې د روانو هلو ځلو د بري په لاره كې د خادم الحرمين الشريفين د سعودي عربستان د پاچا ډيره ډيره مننه كوو او دا مو هيله ده چې د اعليحضرت دا ګټه ورې هڅې دوام ومومي.
تركيه زموږ ورور او تاريخي دوست هيواد دى. د تركيې خلكو او دولت د تاريخ په اوږدو كې تل له موږ سره همكاري كړې ده. موإ په افغانستان كې د تركيی د ملكي افرادو د پراختيايى او اقتصادي كارونواو هم يې د سرتيرو له زيار او مبارزې مننه كوو.
له تركيې سره د افغانستان د دوستۍ نوى فصل، د غازي امان الله خان او مصطفى كمال اتاترك ترمنځ د ورورولۍ له اړيكو او د دواړو هيوادونو د استقلال طلبۍ د جنگونو له پيل سره سم، شروع سوى دى. دا دوستي هره ورځ ژوريږي او پراختيا مومي. په افغانستان كې د سولې د تامين او منطقه يى نزديوالي په برخو كې د تركيې د پراخو هڅو ستاينه او مننه كوو.
درنو وكيلانو او سناتورانو!
يو كور هغه وخت امن او سولمن وي چې له خپلو گاونډيو سره نيكه رابطه ولري. د ايران اسلامي جمهوريت زموږ ورور هيواد دى، له موږ سره ديني او فرهنگي مشتركات لري او همدغو تاريخي او فرهنگي اړيكو موږ سره نزدې كړي يو. ايران له ديرشو كالو راهيسې له افغانانو سره ډيرې مرستې كړې دي او په تيرو لسو كلونو كې يې زموږ د هيواد په بيا رغاونه او د زيربناوو په ايجاد او جوړښت كې برخه اخيستې ده. له همدې امله د ايران له خلكو او دولت څخه تشكر كوو.
افغانستان په بين المللي محافلو كې تل د ايران د اسلامي جمهوريت له موضع ملاتړ كړى دى او ددې هيواد د ګټو دفاع يې كړې ده.
له ايران سره زموږ روابط د متقابل احترام پر سياست متكي دي، د دواړو هيوادونو سرحدات د سولې سرحدونه دي او همداسې سولمن به پاتې وي او كله به هم زموږ د دغه ګاونډي هيواد امنيت ته د افغانستان له لوري خطر متوجه نه سي.
د پاكستان اسلامي جمهوريت د جهاد له زمانې تر اوسه زموږ د مهاجرينو كوربه دى. د دواړو هيوادونو خلك مشترك دين، قومي پيوندونه، ګډه ژبه او مشترك تاريخ لري.
په دواړو هيوادونو كې د امنيت له تامين پرته پر سولې او امنيت لاس برى ناممكن دى پاكستان هم، لكه موږ له تروريزمه حگوريږي او زيانونه مني. د دواږو هيوادونو ترمنځ دوه جانبه او درې جانبه ناستو او كتنو زموږ د هيوادونو ترمنځ د همكارۍ روحيه پياوړې كړې ده.
د دواړو هيوادو ترمنځ د تجارت او ترانزيت د موافقتنامې لاس ليك د افغانستان او پاكستان او سيمه ييزو همكاريو په لاره كې يو سترگام دى. افغانستان باور لري چې د دواړو هيوادو له همكاريو او ګډې مبارزې پرته د تروريزم د خطرنابودي امكان نه لري. په همدې بنا موږ د دواړو هيوادونو ترمنځ پياوړي او ژور روابط غواړو او ددغو همكاريو د لا پراخيدو لپاره به زموږ هڅې تل جاري وي.
پاكستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورى د هيئت وروستى سفر او د پاكستان له دولتي او غيردولتي مشرانو سره د افغاني هيئت كتنې او خبرې په واقعيت كې د افغانستان له خوا ورور هيواد پاكستان ته يوه نوې بلنه ده چې په افغانستان كې د سولې او ملي پخلاينې له روان بهير څخه ملاتړ وكړي او پدې وسيله په دواړو هيوادو او سيمه كې د ثبات د لاټینګښت سبب سي.
افغانستان غواړي له پاكستان سره په اقتصادي، فرهنگي او سياسي برخو كې پراخې همكارۍ ولري او دا مو هيله ده چې دواړه هيوادونه په سيمه كې د اقتصادي ودې او پرمختيا له كاروانه بيرته پاتې نه سي. زه غواړم ورور هيواد پاكستان ته دا ډاډ وركړم چې افغانستان به كله هم د پاكستان د امنيت، ثبات او استقلال پرضد د مداخلې په ډگر بدل نسي او دا د پاكستان د ملت په وړاندي ددوى د افغان وروڼو تعهد دى. دا ژمنه زموږ له ملي ګټو سره سمه ده او د شك او شبهې هیڅ ځای پكې نسته.
افغانستان له خپل لرغوني او تاريخي دوست هيواد هندوستان سره د دوامدارې، پايدارې او هر اړخيزې دوستۍ لاپياوړتيا ته ژمن دي. دا دوستي د دواړو هيوادونو په ګټه ده او هم د سيمه ييزې اقتصادي ودې له چټكتيا او د همكاريو له پياوړتيا سره مرسته كوي.
هركال ديارلس سوه پنځوس ځوانان د هندوستان له تحصيلي بورسونو څخه په استفادې هندوستان ځي. هندوستان زموږ د هيواد د بياجوړونې لپاره 1.3 مليارده ډالره سخاوتمندانه مرستې له افغانستان سره كړي دي. له هندوستان سره دوستى موږ ته فوق العاده اهميت لري او موږ يې د پراختيا او پياوړتيا غوښتونکي يو.
د چين ولسي جمهوريت، زموږ نيك گاونډى دى چې د تاريخ په اوږدو كې ورسره دوستانه روابط لرو. افغانستان له خپل دغه نيك گاونډي هيواد سره ژورې سياسي او اقتصادي همكارۍ او فرهنگي تبادلات غواړي.
موږ بې له كومې شبهې د واحد چين سياست ته ادامه وركوو او د خپل دغه ګاونډي هيواد په برياوو ډير خوشحاله يو.
تاجكستان، ازبكستان او تركمنستان زموږ نيك ګاونډیان دي. زموږ د هيواد شمالي سراحدات، د سولې، دوستۍ، اقتصادي همكاريو او تبادلاتو سرحدات دي. موږ د متقابل احترام او دوستۍ پر بنسټ په بيلابيلو زمينو كې له دغو هيوادونو سره همكارۍ لرو او هره ورځ مو د همكاريو حوزه پراخيږي.
موږ د روسيې له فدراسيون سره اوږدې او لرغونې اړيكې لرو. پدې اړيكو كې زموږ نظر راتلونكې ته متوجه دى. د دواړو هيوادونو د مشرانو وروستۍ ليدنې او خبرې په واقعيت كې د افغانستان او روسيې ترمنځ د متقابل احترام او همكاريو يو نوى باب دى.
د روسيې فدراسيون غواړي چې د انرژۍ، لارو او تعليم په حوزو كې له موږ سره همكاري او په افغانستان كې سرمايه گذاري وكړي. افغانستان هم په ډيرې ليوالتيا له روسيې سره د روابطو د پراختيا غوښتونکي دي.
درنو ميرمنو او ښاغلیو!
دلته غواړم په تيرو كلونو كې د افغانستان برياوې په لنډ ډول يادې كړم:
اقتصادي سياست!
په دې كې شك نسته چې په تيرو لسو كلونو كې موږ د اقتصاد په حوزه كې د پام وړ برياوې درلودې خو د هيواد وگړو ته د كار د زمينو برابرولو او د فقر له منځه وړو ته لا اوږد مزل په مخ كې دى.
افغانستان د آزاد بازار اقتصاد ته متعهد دى، ځکه دا اقتصادى نظام په نړۍ كې ازمويل سوى موفق نظام دى. له دې سره په څنګ كې بايد دا خبره هم هيره نه كړو چې د آزاد بازار اقتصاد بې قاعدې او بې قانونه هم نه دى. د نړۍ په هرگوټ كې د هيوادونو د ملي ګټو او ملي امنيت له ايجاباتو سره سم د اقتصادي او اجتماعي بحرانونو د مخنيوي په منظور دولتونه له قانون سره سم په اقتصادي چارو كې مداخله كوي. افغانستان مكلف دى چې د آزاد بازار د اقتصاد د تحقق چارې د ټولنې له عامو ګټو سره همآهنګې كړي. دې ټكي ته په پاملرنه چې موږ به هم خصوصي سرمايه گذاري تقويه كوو او هم به د دولتي او خصوصي پانګې اچونې اشتراك ته توجه كوو.
د الله تعالى په فضل اوس د افغانستان بانكي ذخاير څه د پاسه پنځه ملياردو ډالرو ته رسيدلي دي او د خلكو سرانه كلنۍ عايد پنځه سوه پنځوس ډالرو ته لوړ سوى دى.
معارف او عالي تحصيلات !
افغانستان د معارف، اقتصادى پراختيا، د زير بناوو ايجاد، د دولتي بنسټونو د پياوړتيا، د روغتيايى خدماتو دعرضې، د آزادو رسنيو د نظام جوړيدنگ او نورو ډيرو مواردو كې د يادونې وړ برياوې درلودې. اوس د هيواد 7.7 مليونه بچيان او تنكي ځوانان په ديارلس زره اوه سوه ښوونځيو كې په زده كؤه بوخت دي. له دې پرمختيا سره بايد په تاسف سره داخبره هم ياده كړم چې اوس هم زموږ په سلو كې څلویښت د تعليم سِن ته رسيدلي كوچنيان د زده كړې شرايط نه لري. موږ دا ژمنه كوو چې انشاء الله په اّينده څلورو كلونو كې به د هيواد 10.6 ميليونه بچيان ښوونځیو ته ولاړ سي.
موږ په ټینګه اراده غواړو چې له بيسوادۍ سره مبارزه گړندۍ كړو او په راتلونكو څلورو كلونو كې زموږ د باسواده وګړو شمير له 26 فيصدو څخه 48 فيصدو ته لوړ سي.
د لوړو زده كړو په باره كې د يوې جدي كره كتنې ضرورت سته موږ بايد په دې برخه كې خپلې هلې ځلې گړندۍ كړو. اوس د هيواد په پوهنتونونو او د عالي تحصيلاتو په موسساتو كې 67 زره ځوانان په تحصيل بوخت دي. موږ غواړو چې اوسنى شمير په اّينده څلوروكلونو كې يو سل و پنځلسو زرو تنو هلكانو او نجونو ته ورسوو.
عالي تحصيلات مو بايد د نن ورځې له ضرورياتو سره سم ارتقاء وكړي. د طب او انجنيري دتحصيلاتو د موثريت او لاپياوړي كولو لپاره د زمان له غوښتنو سره سم نوې جدي هڅې په پام كې لرو. موإ غواړو چې د افغانستان په مصرف خپل ځوانان د تحصيل لپاره خارج ته وليږو.
روغتيايى خدمات !
اوس زموږ د هيواد شاوخوا شپيته فيصدو اوسيدونكو ته لومړني صحي خدمات ور رسيږي، موږ غواړو په اّينده پنځو كلونو كې دا رقم نوي فيصدو ته لوړ سي.
د خوشالۍ ځاۍ دى چې اوس په هيواد كې د كوچنيانو د مړینې فيصدي هم را ټیټه سوې ده. پخوابه له هرو پنځو كوچنيانو څخه - مخكې تردې چې پنځه كلنۍ ته ورسيږي- يو مړكيدئ، اوس دا رقم له شپږو كوچنيانو څخه يوه ته را ټیټ سوى دى. خو له دې ټولو هڅو سره سم بيا هم له بده مرغه چې افغانستان د نړۍ په هغو هيوادونو كې شمار دى چې د ميندو او كوچنيانو د مړینې رقم پكې ډير لوړ دى. موږ بايد دې تقيصې ته جدي توجه وكړو.
امور معادن !
بررسى ها درمورد سى درصد از قلمرو افغانستان نشان مى دهند كه ما داراى ذخاير زير زمينى به ارزش يك تا سه هزار ميليارد دالر تنها در ساحه هاى سروى شده مى باشيم. اين واقعيت نشان مى دهد كه افغانستان كشورى است داراى ذخاير سرشار طبيعى و ما در پى آن مى باشيم تا استفاده از اين منابع را طورى سازماندهى كنيم كه بتواند به نيازهاى نسل هاى امروز و فرداى ما پاسخ بدهد. استفاده از منابع زير زمينى كشور بايد بادرنظرداشت توان هاى محيط زيستى و حفظ محيط زيست صورت بگيرد. حكومت افغانستان در اين راستا دقت لازم را بدون شك نشان خواهد داد. بادر نظرداشت همين الزام ها، ما تلاش مى كنيم تا محيط مساعد سرمايه گذارى را براى سرمايه هاى داخلى و خارجى بادرنظرداشت معيارهاى بين المللى شفافيت و بالاتر از آن به منظور تأمين زيربناهاى رشد اقتصادى دوامدار در كشور خود بيش از پيش آماده سازيم. براى ارتقاى ظرفيت هاى فنى افغانى، نهادهاى مسوول كشور مؤظف شده اند تا ظرفيت هاى علمى افغانستان را در رابطه با اكتشاف و استفاده از معادن رشد داده، زمينه اكتشاف و توليد را با تكيه بر توان متخصصان افغانى به سرعت گسترش دهند. بر اساس برنامه ريزى وزارت معادن كشور سهم معادن افغانستان در اقتصاد ملى ما، بين پنج تا هفت سال آينده به بيشتر از شش ونيم مليارد دالر خواهد رسيد.بر اساس برنامه ريزى ما سهم سالانه معادن كشور در اقتصاد ملى بعد از پانزده سال به سالانه تا سه و نيم مليارد دالر خواهد رسيد.
امضای قرار داد احداث پايپلاين انتقال گاز از تركمنستان، از طريق كشور ما به پاكستان و هندوستان، و تحقق اين پروژه از يك جانب برای كشور ما سود های اقتصادی دارد و از جانب ديگر گام مهمی است برای تقويت همكاری های منطقه ای و احيای جايگاه تاريخی افغانستان به مثابه پل وصل ميان كشور های آسيای مركزى و جنوبی.
زراعت و آبيارى!
افغانستان كشور زراعتى بوده كه در آن بيشتراز هفتاد در صد از مردم ما در روستاها زنده گى مى كنند و داراى اقتصاد دهقانى و شبانى مى باشند. حكومت افغانستان تقويت بخش زراعت و مالدارى را از اولويت هاى اصلى خود مى داند. ستراتژى توسعهء زراعتى افغانستان، به منظور تضمين رشد اقتصاد ملى و تأمين مصؤونيت غذايى مردم ما تدوين شده است. اين استراتيژى سه اصل عمده، تنظيم منابع آبى، ارتقاى حاصل خيزى و احياى اقتصاد زراعتى را به مثابهء مسايل اصلى درنظر دارد، همچنين توجه به حفظ و توسعه جنگلات، توسعه زمين هاى زراعتى و چراگاه ها، اجزاى ديگر اين ستراتژى را تشكيل مى دهند. مدرن سازى بخش زراعتى كشور در هم آهنگى با نيازهاى محيط زيستى و افزايش توليدات طبيعى بدون ويران ساختن كيفيت حاصلات زراعتى و ميوه هاى افغانستان بخش ديگر اين ستراتيژى ميباشد. در همين راستا، ايجاد شبكه هاى آبيارى، توسعه ذخاير آبى و توجه به مديريت آب، همزمان با آن، توسعه تحقيقات علمى در رابطهء توسعهء زراعت، ايجاد كوپراتيف ها و ذخاير استراتژيك غله همه شامل اين چارچوب ستراتيژيك مى باشند.
انرژى و برق !
تأمين انرژى برق براى مرفوع ساختن احتياجات داخلى، هم آهنگ با نيازهاى توسعهء صنعتى يكى ديگر از مسايل اساسى است كه ما در پى تحقق آن مى باشيم. افغانستان كشورى است داراى منابع غنى آب كه متأسفانه ما از مقدار ناچيزى از آن براى آبيارى و توليد انرژى استفاده مى كنيم. براى ارتقاى ظرفيت كشور در اين راستا درنظر است تا سال 1395 براى سروى، ديزاين، تأسيس، ترميم و توسعه ظرفيت بندهاى آبى و مراكز توليد برق آبى به ارزش چار مليارد و شش صد مليون دالر امريكايى سرمايه گذارى صورت گيرد.
امور راه ها و مواصلات!
توسعهء شبكه هاى راه هاى زمينى و راه آهن از شمال به جنوب و از شرق به غرب كشور ما موجب مى شوند تا كشور عملاً به موقعيت تاريخى خود به مثابه گذرگاه اجتناب ناپذير ميان منطقهء آسياى ميانه با آسياى جنوبى، موجب وصل كشورها با يكديگر گردد. از اين رو ما ميخواهيم به علاوه پروژهء راه آهن شمال به جنوب و همچنين پروژه راه آهن شرق به غرب، شبكه راه هاى زمينى افغانستان را به طول 3000 كيلومتر و به ارزش 1.792 مليارد دالر تا سال 1394 توسعه دهيم.
نماينده گان محترم مردم افغانستان !
در اينجا مي خواهم يك بار ديگر دو موضوع داراى اهميت حياتى را با شما در ميان بگذارم:
1. همانطورى كه در بالا اشاره شد، افغانستان متعهد شده است كه تا اواخر سال دوهزارو چهاردهء ميلادي مسؤوليت تأمين امنيت، اجراى دولت دارى و پياده كردن برنامه هاى توسعهء اقتصادى و اجتماعى را خود بر عهده بگيرد. نيرو های دفاعی و امنيتی ما از لحاظ كمی و كيفی در موقعيت بهتری قرار دارند. در چهار سال آينده بايد در جهت تقويت بيشتر نيرو های دفاعی كشور تلاش های بيشتری به خرج دهيم تا در عمليات دفاعی از تكيه بر ديگران كاملاً بی نياز شويم. ما در اين امر كه مسؤليت كامل دفاعی را برعهد بگيريم. مصمم می باشيم.انتقال مسؤليت به افغانها از جانبی با اراده و آرزوی مردم ما در همآهنگی قرار دارد و از جانب ديگر به متحدان ما اجازه می دهد تا به سلامت به خانه های شان برگردند. در اينجا می خواهم بگويم كه روند انتقال برگشت ناپذير است. براى تحقق اين امر، بايد مطابق به توافقات بعمل آمده، نيروهاى دفاعى و امنيتى كشور ما مطابق به نيازهاى امنيتى ما آموزش ديده، مجهز ساخته شوند. ما با قاطعيت خواهان اجراى تعهدات خود مى باشيم و از متحدان خود نيز مى خواهيم تا در تجهيز و آموزش اردوى افغانستان تعهدات شان را عملى كنند. گرفتن مسؤوليت عام و تام از ما فداكارى و تقويت روحيهء اتكا به خود را مى طلبد. در اينجا ميخواهم به سربازان و افسران دلير قواى مسلح و نيروهاي امنيتي كشور خطاب كنم كه شما فرزندان آن دليرانى ميباشيد كه هزاران سال از اين خطه دفاع كرده اند. روز گرفتن مسووليت عام و تام و دفاع از اين خاك مقدس هر روز است و همين روز است. آماده باشيد تا از تماميت ارضى و استقلال وطن عزيز با فداكارى و سربازى دفاع كنيد.
درمورد مبارزه با فساد:
بدون داشتن يك حكومت مسوول و مصمم در مبارزه با فساد نميتوان بر سرنوشت خود حاكم شد. مردم افغانستان از موجوديت فساد، بى قانونى و موجوديت اقتصاد نامشروع و قاچاق مواد مخدر شديداً ناراحت اند مبارزه با فساد و ريشه كن كردن آن يكى از وظايف و مسووليت هاى اصلى دولت ما مى باشد. در اين راه بايد پيگير و قاطع بود. فساد چه در دستگاه هاى دولتى ما و چه در نظام ناروشن قراردادهاى خارجى و مصرف ناروشن پول هاى داده شده به افغانستان مانع بزرگ بر سر راه دولت دارى خوب و تحقق توسعه پايدار در كشور ما مى باشد. افغانستان حاضر است تا مسووليت كليه پول هايى را كه دولت ما در مصرف آن ها ذيدخل بوده است بر عهده گيرد و به مردم افغانستان و كشورهاى كمك دهنده حساب آن را بدهد. اما افغانستان نمى تواند و نبايد كسى هم انتظار آن را داشته باشد كه مسووليت مصرف پول هاى را كه نمى داند چگونه و براى چه به مصرف رسيده است، عهده دار باشد.
2. ما زمانى مى توانيم در همه عرصه ها روى پاى خود بايستيم كه به مثابهء ملتى يك پارچه، متحد و با غرور و سربلند از ارزش هاى ملى و سرزمين خود دفاع كنيم. بدون شك كه امروز نيز ما در يك موقعيت بى نهايت حساس از تاريخ طولانى كشور خود قرار داريم. از يك سو تهاجم القاعده و تروريزم بين المللى، تهديدات و تفرقه افگنى ها و از جانب ديگر پراگنده گى نخبه گان سياسى ما موجب شده اند تا ما آن طورى كه بايد، نتوانيم در روند پاسدارى و بازسازى كشور خود متحدانه عمل كنيم. آن طوری كه می توانيستيم دست آوردهای خود را تحكيم بخشيم و كشور خود را بسوی ترقی پايدار و ثبات دوامدار هدايت كنيم.
بدون شك، اين خطهء مقدس، خانه تمام اقوامى است كه در آن زنده گى مى كنند، ما مى توانيم با يكديگر تفاوت نظر داشته باشيم، ما بايد براى پيداكردن راه هاى بهتر براى تحقق سعادت مردم با يكديگر رقابت كنيم و جدل كنيم اما جائيكه منافع ملى مطرح باشد، جائيكه دفاع از استقلال و تماميت ارضى مطرح مى باشد بايد با يكديگر متحد باشيم. امروز در سراسر جهان يك بار ديگر بيرق پُر افتخار سه رنگ افغانستان در اهتزاز است. از كوهپايه هاى بدخشان، تا دشتساران نيمروز، از شمال تا جنوب و از شرق تا غرب، مردم، سربازان و پاسداران ميهن بخاطر دفاع از سر زمين ما جانبازى مى كنند اين فداكارى و شراكت در غم و شادى، ايجاب و حدت بيشتر وكنار گذاشتن تفاوت ها را مى كند.
شما وكلاى مردم افغانستان، نماينده گان يك قوم و يا يك ولايت نيستيد. نماينده گان مردم افغانستان بدون درنظرداشت تفاوت هاى قومى، سمتي، و مذهبى مى باشند. نماينده گان افغانستان مانند هر خادم ديگر اين وطن سوگند ياد مى كنند كه درتمام تصميم گيريهاى خود، منافع تمام ملت را درنظر داشته وبدون تعصب و تنگ نظرى عمل نمايند. آرزوى من اين است كه ما با نمايش نيرومند وحدت ملى و سعى كوشش دوامدار نشان دهيم كه افغانستان مانند كوه پايه هاى بابا و هندوكش بلند و استوار است افغانستان در آينده نزديك باز هم كشوری نيرومند، مرفه و با سعادت خواهد شد.
در اين ده سال گذشته مردان و زنان زيادى از كشورهاى گوناگون در چارچوب نيروهاى بين المللى آيساف براى تأمين امنيت و ثبات در افغانستان تلاش كرده اند. در اين راه قربانى هاى بسيارى را متحمل شده اند. ما مردم افغانستان از فداكارى و همكارى مردم جهان با افغانستان با صميميت قدردانى مى كنيم. دستآوردهاى امروزى ما محصول قربانى هاى مشترك ما و متحدان ما مى باشد. نبايد فراموش كرد كه ملت افغانستان در اين كارزار مساويانه سهيم بوده، قربانى داده است. جان و ثروت ملى اش را به خطر انداخته است.
نماينده گان محترم مردم !
افغانستان ما می تواند تنها با اراده و به دستان ما افغانها صاحب آينده درخشان شود. ما بايد صفوف مان را تحكيم بخشيم تا با دستان خود اين كشور بسازيم و با لطف الهی نيز چنين خواهد شد.
براى شما اعضاى شوراى ملى كشور، در اجراى وظايف محوله تصريح شده در قانون اساسى كشور، از بارگاه خداوند متعال آرزوى مؤفقيت مى نمايم. به بارگاه قادر متعال دعا مى كنم، تا كشور ما را از اين همه مصيبت، كشتار و ويراني رهانيده، صلح و ترقى را بر ما ارزانى دارد. بگذار تا نام افغانستان ورد زبان همه زنان و مردان اين كشور باشد، اين نام مقدس را بايد در دل ها حك كرد، بر بلنداى كوه پايه ها نوشت، تا فرزندان ما در كوچه هاى خوشبخت فردا، تا ابد، تا بيكرانه ندا دهند، جاويد باد افغانستان!
تشكر
XS
SM
MD
LG